کابل - د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی په څلورم ځل د سیمې د هېوادونو پر سفر دی.
د جنورۍ پر اتمه خلیلزاد تر هغې یو ورځ وروسته د سیمې سفر پیل کړ چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هندي وزیراعظم نرېندرا مودي سره په افغانستان کې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
دا لومړی ځل دی چې خلیلزاد له هنديو چارواکو سره د افغانستان پر سوله غږېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې خلیلزاد تر هندوستانه وروسته چین، افغانستان او پاکستان ته هم ځي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د سیمې څلورو هېوادونو ته دا سفر به د روانې جنورۍ میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې دوام وکړي.
تر دې مخکې خلیلزاد د ډېسېمبر له اتمې تر ۲۰مې پورې هم د سیمې د یو شمېر هېوادونو ته ورغلی وو.
نوموړي په ابوظبۍ کې د طالبانو له پلاوي سره هم خبرې کړې وې.
په هغه سفر کې خلیلزاد روسیې، بېلجییم، ازبکستان، ترکمنستان او قطر ته هم تللی وو.
ویل کېږي چې په دې ۱۳ ورځني سفر کې به خلیلزاد د افغانستان د ستونزې د سیاسي حل په خاطر له لوړپوړو چارواکو سره خبرې وکړي.
د افغان سولې په برخه کې تل د پاکستان پر رول ټينګار شوی، خو دا لومړی ځل دی چې زلمی خلیلزاد هند ته ورغلی چې له اسلام اباد سره یې تعلقات خړ پړ دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار د سیمې یو شمېر هېوادونه د افغانستان په ستونزه کې ښکېل دي.
دی زیاتوي، دا هېوادونه په یوه نه یوه ډول د افغانستان په سوله کې خپل رول لوبولی شي.