د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنورۍ پر نهمه له طالبانو سره هېڅ خبرې نه وې پلان شوې: امریکايي سفیر


طالبان وايي پر اجنډې د اختلاف له کبله د قطر خبرې لغوه کوي
طالبان وايي پر اجنډې د اختلاف له کبله د قطر خبرې لغوه کوي

په کابل کې د امریکا سفیر هغه رپورټونه رد کړي چې ګوندې د جنورۍ پر نهمه د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې په پلان کې وې.

جان باس په‎ دې اړه ډېر معلومات نه دي ورکړي خو د جنورۍ اتمې پر ماښام پر ټوېټر لیکلي:

"د امریکا او طالبانو ترمنځ د چهارشنبې پر ورځ د خبرو رپورټونه ناسم دي. طالبان چې څومره له رسنیو سره خبرې کوي، هومره باید له خپلو افغان هېوادوالو سره هم وغږېږي."

جان باس دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د جنورۍ پر اتمه طالبانو یو شمېر رسنیو ته وویل، د اجنډې پر سر د اختلاف له کبله د چهارشنبې پر ورځ د طالبانو او امریکا ترمنځ د قطر خبرې لغوه کوي.

رویټرز خبري اژانس د یو شمېر طالب چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي یاد شوي ویلي، په اجنډا کې لوی اختلافونه، په خبرو کې د افغان حکومت د شمولیت، د بندیانو پر خوشې کولو او په ۲۰۱۹ز کال کې د اوربند د اعلان پر مسلو وو.

XS
SM
MD
LG