د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ بېلا بېلو برخو کې د نوي کال خوشحالۍ ولمانځل شوې


په برازیل کې نوي کال.
په برازیل کې نوي کال.

د نړۍ په بېلا بېلو هیوادونو کې د نوي زېږد کال ۲۰۱۹م په مناسبت خوشحالۍ ولمانځل شوې

د نوي کال د لمانځنې لومړۍ غونډې په اسټرالیا او چین کې وشوې.

د اسټرالیا په تر ټولو لوی ښار سډني کې د هغه هېواد د تاریخ تر هر وخت لویه اورلوبه وشوه.

په هانګ کانګ کې هم د نوي کال هرکلی پر لویو ودانیو د رڼاګانو په بلولو سره وشو.

د انډونیشیا په مرکز جکارته کې د نوي کال اورلوبه او د نوي کال د لمانځنۍ زیاتره دستورې د څونامي قربانیانو ته د درناوي په خاطر لغوه شوي وې.

د هغه هیواد په باټن صوبه کې د ډېسېمبر پر ۲۲مه څونامي تر ۴۰۰ زیات کسان ووژل.

په روس کې هم د نوي کال په مناسبت دستورې وشوې.

پاکستانۍ رسنۍ وایي، په کراچي، لاهور او نورو ښارونو کې د نوي کال جشنونه شوي او خلکو د نوي کال په راتګ د خوشحالۍ څرګندونې کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG