د سعودي عرب پاچا سلمان په حکومت کې دننه د غټو بدلونونو امر کری دی.
دا تر هغې وروسته ده چې شا او خوا درې میاشتې مخکې د سعودي خبریال جمال خاشوقجي د وژنې پر سر سخت نړیوال غبرګون وښودل شو.
د ډېسېمبر پر ۲۷مه د اعلان شوی پریکړې له مخې د بهرنیو چارو وزارت، اطلاعاتو او خپرونو، تعلیم او نورو وزارتونو لپاره نوي وزیران ټاکل شوي دي.
د دې تر څنګ په هغو دوو سترو شوراګانو کې هم بدلونونه شوي دي چې د اقتصاد او امنیت د چارو څارنه کوي.
د دواړو شوراګانو مشري د باچا سلمان زوی وليعهد محمد بن سلمان کوي.
خو د بدلون له مخه د وليعهد پر واک څه اغېز نه دی شوی چې دا مهال د مرستيال وزيراعظم او وزير دفاع دندې هم پر مخ وړي.
داسې ښکاري چې د نوو اقداماتو له مخې به د وليعهد واک نور هم زیات شي ځکه چې تر مخه یې د شاهي کورنۍ هغه سلاکاران ګمارل شوي دي چې وليعهد ته نږدې ګڼل کېږي.