د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو او د مسلم ليګ ن مشر شهباز شريف د جمعې په ورځ د حکومتي حساب کتاب د کمېټۍ مشر منتخب شو.
د پاکستان سرکاري راډيو په ټویټر پاڼه د ډېسېمبر پر ۲۱مه خبر ورکړی چې په قامي اسمبلۍ کې ټولو اپوزیشن ګوندونو شهباز شريف د پبلک اکاونټس کميټۍ مشر په توګه نومولی و.
د قامي اسمبلۍ په غوڼده کې حکومتي غړو د شهباز شريف د نوم مخالفت و نه کړ.
تر دې مخکې د حکومتي حساب کتاب د کمېټۍ مشري پر سر د اپوزیشن ګوندونو او حکومت ترمنځ اختلافات وو.
خو تيره اونۍ حکومت له خپل دريځ نه پشا شو او د کميټۍ مشري يې مسلم ليګ ن ته په دې شرط د ورکولو فيصله وکړه چې د تېر حکومت د حساب کتاب د کېسونو د فېصلې کونکې کمیټۍ مشري به حکومتي کسان کوي.