د لاسرسي ځای

تازه خبر

البانیا دوه ایراني ډېپلوماتان‌ له هېواده ایستلي


البانیا د ایران دوه ډېپلوماټان ملي امنیت ته د زیان رسولو په تور له هېواده ایستلي دي.

د البانیې د بهرنیو چارو ویاندې ایډلیرا پرینډي د ډېسېمبر پر ۱۹مه خبریالانو ته وویل، ډېپلوماټانو امنیت ته زیان رسول او د ډېپلوماټیکو قوانینو سرغړونه یې کوله.

البانیايي چارواکو په دې اړه نور مالومات نه دي ورکړي خو د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت په چارو کې سلاکار جان بولټن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي د البانیې وزیراعظم ایډي راما، ایراني سفیر ویستلی او په دې توګه یې د ایران مشرتابه پیغام ورکړی چې له ترهګرو سره د دوی همکاري د زغملو نه ده.

نوموړي ویلي په دې لړ کې د البانیې د وزیراعظم او ولس ملاتړ کوي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG