د شام لپاره د ملګروملتونو ځانګړی استازی سټیفن دي مستورا به د شام د نوي آیین جوړولو لپاره د هڅو په ترڅ کې د ډېسېمبر پر ۱۸مه د ایران، روس او ترکي له سفارتکارانو سره ملاقاتونه کوي.
د سټیفن دي میستورا دفتر د ډېسېمبر پر ۱۷مه وویل چې دغه لیده کاته به په سویس ښار جنیوا کې ترسره شي.
داسې ښکاري چې دا به د شام د جګړې له مهمو لوبغاړو سره د سټیفن دي میستورا اخري ملاقاتونه وي ځکه چې د هغه د کار موده په راتلونکیو څو ورځو کې سر ته رسېږي.
روس، ترکي او ایران تایید کړې چې د بهرنیو چارو وزیران به یې په دې لیدنو کتنو کې برخه واخلي.
سږکال په جنوري میاشت کې د روس په کوربه توب غونډه کې د شام لپاره د نوي ایین په لړ کې په یوه کمیټۍ جوړولو اتفاق شوی ول.