په شمالي وزیرستان کې د پټرول پمپونو مالکان وايي چې د پوځي عملياتو له وجې ورته د ۵۶ کروړه روپو تاوانونه اوښتی دی خو حکومت يې معاوضه نه ده ورکړې.
د مالکانو د اتحادیې یو مشر عقیب ګل د ډېسېمبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې د سيفران وزارت او فاټا سيکټريريټ چارواکو ورته ويلي چې حکومت د دا ډول تاوانونو پوره کولو پاليسي نه لري.
د شمالي وزيرستان انتظامي چارواکې وايي چې د ړنګو شویو پټرول پمپونو په اړه يې اړونده محکمو ته معلومات ورکړي خو د دې لپاره تر اوسه څه پلان نه دی جوړ شوی.