د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان په پېښور کې د سرپناه منصوبه پرانیستله


وزیر اعظم عمران خان.
وزیر اعظم عمران خان.

د پاکستان وزير اعظم عمران خان په پېښور کې د بېکوره خلکو لپاره د سرپناه منصوبې پرانيسته وکړه.

نوموړي دا پرانيسته د ډېسېمبر پر ۱۴مه پېښور ته د خپلې دورې پر مهال وکړه. په دې سرکاري مېلمستونونو کې د سلګونو کسانو د ځای کولو وړتيا ده.

عمران پر پجګۍ روډ پېښور د مرکزي سرپناه پرانيسته وکړه چې د ٦٠٠ کسانو د ځايولو وړتيا لري.

د خېبر پښتونخوا د خېر ښېګړي ادارې يو چارواکي نياز احمد د جمعې پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې په پېښور کې پر چارسده روډ، کوهاټ روډ او جي ټي روډ د ګاډو له تمځايونو سره نېږدې څلور نور داسې پناه ځايونه په سرکاري ودانيو کې جوړ کړل شوي دي.

عمران خان به د ډېسېمبر پر ۱۴مه په ګورنر هاوس پېښور کې د پښتونخوا د کابينې د غونډې مشري هم کوي او د خېبر پښتونخوا د سرکاري محکمو د تيرو سلو ورځو پلان جاج به اخلي.

بلخوا به صوبايي وزيران له هغه سره د خېبر پښتونخوا د راتلونکو پنځو کلونو لپاره جوړ شوي پلانونه هم له وزيراعظم سره شريکوي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG