د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي چې د جګړې ښکیلو خواوو د سولې په خبرو کې په بندري ښار حدیده کې د اوربند او د صنعا د هوایي ډګر د پرانستل کېدو په ګډون پر مهمو موضوعاتو تراوسه هوکړه نه دی کړې.
مارټین ګریفیت دغه څرګندونې د ډېسېمبر پر ۱۰مه خبریالانو ته وکړې او زیاته یې کړه چې په دې اړه به سلاو مشورې دوام وکړي.
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب دغه خبرې چې تیره اونۍ په سویډن کې پېل شوي، د ډېسېمبرتر۱۳ دوام وکړي.
د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دغه راز وویل چې د یمن د حوثي یاغیانو او د عبدربو منصورهادي په مشرۍ د حکومت ترمنځ د سولې بل دورخبرې به د راتلونکې کال په لومړيو کې ترسره شي.
حوثي یاغیان د ایران له ملاتړه او د هادي حکومت هم د سعوي په مشرۍ ایتلاف له ملاتړه برخمن دي.
د یمن په جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي او دا هیواد یې په نړۍ کې ترټولو ناوړه له بشري بحران سره مخامخ کړی دی.