د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاړه چنار کې چاودنه شوې


د کورمې په پاړه چنار کې چاودنه شوې خو چارواکي وايي چې پکې مرګ ژوبله نه ده شوې.

یوه انتظامي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، پېښه د ډېسېمبر د درېیمې پر ماسپښين په تري منګل اډه کې شوې چې پکې یوازې یو ګاډي ته تاوان رسېدلی دی. دی وايي، د پېښې پر مهال په ځای کې هېڅوک نه ول. چارواکي زیاتوي چې چاودنه د یوه کس په ګاډي کې شوې چې ورڅخه پلټنې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG