د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پوتین سره د ټرمپ کتل منسوخول د خپګان وړ دی: کرملین


کرملين د امريکايي ولسمشر ډونالد ټرمپ پر پرېکړه خواشیني ښودلې چې له روسي ولسمشر ولاديمير پوتین سره یې خپله کتنه لغوه کړې ده.

ولسمشر ټرمپ په پنجشنبه پر خپل ټوېټرپاڼه ليکلي چې له ولاديمير پوتین سره خپله ټاکلې غونډه لغوه کوي.

ښاغلي ټرمپ د روسیې له خوا په تور سمندرګي کې د اوکرايني بېړیو او ماڼوګانو د نيولو په غبرګون کې دا پرېکړه کړې ده.

ټاکل شوې وه چې ډونالد ټرمپ له ولاديمير پوتين سره د راتلونکې اوونۍ په لومړيو کې د جي شل هېوادونو د مشرانو په غونډه کې په ارجنټاين کې وویني.

د پوتين وياند دیمتري پيسکوف نن د روسیې دولتي رسنيو ته وويل چې د امریکا د ولسمشر دا پرېکړه په دې مانا ده چې پر نړيوالو او دوه اړخيزو مسايلو بحثونه به وځنډېږي.

ده ويلي، ولاديمیر پوتين چمتو دی چې له خپل امریکايي سیال سره په تماس کې اوسي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG