د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اروپا کې نږدې ۱۶۰ زره کسان په «HIV» وایروس اخته شوي


په اروپا کې پروسږکال نږدې یو لک او ۶۰ زره کسان په «اېچ. ای. وي» وایروس مبتلا شوي.

د اروپا روغتیايي ادارو ویلي، د دغو تشخیص شویو پېښو په څلورو کې درې برخې په اوکراین او روسیه کې ثبت شوي.

په «اېچ. ای. وي» وایروس اخته کسان اېډز ناروغي نیسي.

د وروستیو کلونو په نسبت د اروپا د سیمې په ۵۳ هېوادونو کې په «اېچ. ای. وي» د اخته کسانو شمېر کم ښودل شوی، خو روغتیايي چارواکو ویلي په اکثرو مواردو کې هغه وخت ناروغ تشخیص شوی چې ډېر وخت پرې تېر شوی وي.

په راپور کې راغلي د «اېچ. ای. وي» وایروس اکثره پېښې په روسیه، اوکراین او د ختیځې اروپا په نورو هېوادونو کې ثبت شوي چې عمدتاً د ښځو او نارینه جنسي مقاربت او په رګونو کې د ستنو وهل‌یې عاملونه دي.

په اروپا کې چې ۹۰۰ میلیونه کسان اوسېږي څه باندې دوه میلیونه‌یې په «اېچ. ای. وي» ویروس اخته دي.

په ټوله نړۍ کې بیا په دې وایروس د اخته کسانو شمېر نږدې ۳۷ میلیونه ښودل شوی.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG