په جورجیا کې د وروستی پړاو ټاکنې د نومبر پر ۲۸مه ترسره کېږي.
په انتخاباتو کې د دغه هېواد پخوانی د بهرنیو چارو وزیر او د واکمن ګوند (ډریم پارټۍ) د سالموی زورابیش ویلي او د اپوزیشن ډلو کاندید ګریګو واشدز ترمنځ مقابله ده.
دواړه کاندیدان له امریکا او اروپایي اتحادیې سره ښې اړیکې لري.
د جورجیا له ګاونډي روس سره تعلقات له هغه وخته خراب دي چې په ۲۰۰۸م کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پنځه ورځنی جنګ وشو.
په جورجیا کې د انتخاباتو لومړنۍ پړاو بې نتیجې پاتې شوی وو.