د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي ښایي له خپل روسي سیال ولاديمیر پوتین سره لیدنه لغوه کړي.
د نومبر پر ۲۷ په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې په خپره شوې مرکه کې ټرمپ ویلي په روانه اونۍ کې په ارجنټاین کې د جي ۲۰ هیوادونو په ترسره کیدونکې سرمشریزه کې یې له پوتین سره ملاقات درلود خو د روس لخوا د اوکراین د ماڼوګانو له نیولو وروسته د دې لیدنې په ځنډولو غور کوي.
ټرمپ ویلي په دې اړه د ملي امنیت د پشپړ راپور ته منتظر دی.
د نومبر پر ۲۵مه د روس تر کنټرول لاندې کرایمیا سېمې له ساحل سره نېږدې روسي ځواکونو په اوکریني بیړیو ډزې کړي او د هغوی ۲۴ ماڼوګان یې نیولي دي.
د نومبر پر ۲۷مه روسي عدالت ۱۲ نیول شویو کسانو ته دوه میاشتې د بند سزا اورولې ده.
پاتې ۱۲ د نومبر پر ۲۸مه محکمې ته وړاندې کېږي.