د اوکرین پارلېمان وروسته له هغې د ۳۰ ورځو لپاره د مارشل لا لګولو په حق کې رایې ورکړي دي چې د روس تر کنټرول لاندې کرایمیا سېمې له ساحل سره نېږدې روسي ځواکونو په اوکریني بیړیو ډزې کړي او د هغوی ۲۳ ماڼوګان یې نیولي دي.
د مارشل لا په اړه دا رایې د نومبر پر ۲۶مه په داسې حال کې واچول شوې چې د ماسکو او کیف ترمنځ تناو یوې نوې کچې ته رسېدلی او پکې په اول وار روسي بیړۍ د اوکرین سمندري ځواک پر بېړۍ ورختلې ده.
د یوه تاوه بحث پس د پارلېمان غړیو د ولسمشر پیترو پوروشینکو هغه غوښتنه تایید کړه چې پکې د نومبر له ۲۸مې څخه د ۳۰ ورځو لپاره په هغو سیمو کې مارشل لا لګول کېږي چې د اوکریني حکومت په وینا د روسي تېري له زیات خطر سره مخامخ دي.
روس د ۲۰۱۴م کال په مارچ کې کرایمیا سېمه له اوکراینه جدا کړې او له ځان سره یوځای کړې ده.