په غزه تراټه کې په تازه تاوتریخوالي کې په یکشنبه اووه فلسطینیان او یو اسرایلی وژل شوي دي.
اسرایلي پوځ ویلي دي چې د دوی یو سرتېری په یکشنه د غزې په جنوب ختیځ کې له فلسطینیانو سره په نښته کې وژل شوی او یو بل ټپي دی.
فلسطینيو چارواکیو ویلي دي چې په پرونیو شخړو کې د حماس ډلې د پوځي څانګې عزالدین القسام د یوه قوماندان په ګډون اووه فلسطینیان هم وژل شوي دي.
په هم دې حال کې راپورونه وايي چې حماس او اسرایلو د یوه غیر رسمي اوربند په اړه په خبرو کې پرمختګ کړی دی.
د اسرایلو حکومت تېره اوونۍ قطر ته اجازه ورکړه چې حماس ډلې ته ۱۵ میلیونه ډالر انتقال کړي او په بدل کې حماس په غزه تراټه کې د څو اوونیو راهیسې روانې مظاهرې کمې کړي.
خو د اسرایلي ځواکونو او د حماس جنګیالیو ترمنځ د پرونۍ نښتې سبب معلوم نه دی.