افغان ولسمشر اشرف غني د نومبر پر نهمه په باميان کې د برښنا درې پروژې پرانيستې.
يوه پروژه د نېږدې ٢٢٠ کيلو ولټه برښناکوټ جوړول او بله د باميان د ۱۰ زره نويو پيرودونکو لپاره د برښنا رسولو د توزيعي شبکې پروژه، درېيمه هم د انتقالي لين پروژه ده.
ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې پر ورځ په باميان کې په دې اړه وويل:
”دغه برښنا د باميان د لويو کانونو استفادې ته زمينه برابروي، په تر ټولو لنډ ممکنه وخت کې د نظر، ډيزاين او تړون له پړاوه د عمل مرحلې ته ورسېدو، د دې برښنا له راتګ سره به باميان چې تل د رڼا مظهر و، دا وار د خلکو کورونه روښانه کېږي.“
د برښنا شرکت د معلوماتو له مخې، دغه درې پروژې شاوخوا ٨٠ ميليونه امريکايي ډالره ارزښت لري چې تړونونه يې مخکې د برښنا شرکت د عمومي رئيس او درېيو کمپنيو سره لاسليک شوي دي.
د اسيا پرمختيايي بانک د دغو پروژو لګښت ورکوي چې کارونه به يې په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړ شي.
ولسمشر غني د جمعې پر ورځ تر دې مخکې په دايکنډي ولايت کې هم د برښنا درې پروژې پرانيستې.