د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاروف: د ترهګرۍ نابودولو لپاره له افغانستان سره مرسته پکار ده


د روس بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف او قظر کې د طالبانو سیاسي شورا مشر عباس ستانکزی مسکو کې د افغانستان سولې تر غونډې مخکې فوټو
د روس بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف او قظر کې د طالبانو سیاسي شورا مشر عباس ستانکزی مسکو کې د افغانستان سولې تر غونډې مخکې فوټو

په مسکو کې د روسیې په کوربه‌توب د افغانستان سولې په اړه غونډه نن د نومبر پر نهه نېټه د افغانستان سولې شورا غړیو او د طالبانو استازیو په ګډون پرانیستل شوه.

کابل وايي، په مسکو کې د افغانستان سولې په اړه د بحث لپاره روانه غونډه د خپلواکو هېوادونو د هغو غونډو په لړ کې نه‌ ده جوړه شوې چې افغان حکومت هم ګډون پکې کړی و، نو ځکه یې دې غونډې ته خپل استازي نه‌ دي استولي.

د بهرنیو چارو وزارت نن د مسکو د غونډې له پیل سره سم په یوه خبرپاڼه کې وویل، افغانستان د سولې د هرې هڅې هرکلی کوي، خو په هر بهیر کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ټینګار کوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې افغان حکومت د تاشکند د غونډې او د کابل د پروسې د سپارښتنو له مخې چې د افغان حکومت او طالبانو د استازیو ترمنځ باید مخامخ خبرې وشي، د سولې پر بهیر ټینګار کوي او ځکه یې د مسکو غونډې ته استازي و نه لېږل.

خبرپانه ټینګار کوي چې د سولې د عالي شورا غړیو د افغانستان د یوې غیرحکومتي ملي ادارې د پلاوي په توګه د مسکو په غونډه کې ګډون کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت له دې سره سره هیله څرګنده کړې چې د مسکو غونډه به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته لاره اواره کړي، خو په عین حال کې یې غوښتنه کړې چې طالبانو ته باید له دې غونډې د یوې وسیلې په توګه د کار اخېستو اجازه ور نه کړل شي.

د مسکو غونډه د افغانستان سولې عالي شورا د پلاوي او د طالبانو استازیو په ګډون، د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف په کوربه توب پرانېستل شوه.

ښاغلي لاوروف غونډې ته په وینا کې وویل چې دا غونډه به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مستقیمو خبرو له پیل سره مرسته وکړي.

لاوروف زیاته کړه:

"موږ د افغانستان سولې عالي شورا او طالبانو پلاویو ته هرکلی وایو. په‌ دې غونډه کې د هغوی ګډون به د حکومت، طالبانو او د افغانستان د نورو ټولنیزو او سیاسي کړیو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره د سمو شرایطو د برابرولو په برخه کې د پام وړ مرسته وکړي."

وروسته له دې چې داعش ډلې په سوریې او عراق کې ماتې وخوړه او افغانستان ته یې مخه کړه روسیې په پرله‌پسې ډول اندیښنه څرګندوله چې دا ډله د لویدیځ په ملاتړ منځنۍ آسیا او له هغه ځایه روسیې ته د نفوذ هڅه کوي.

ښاغلي لاوروف وویل، د سیمې هېوادونه باید له افغانستان سره مرسته وکړي، څو د داعش ډلې جرړې وباسي.

دی وايي:

"درنو استازیو، زموږ د ټولو هېوادونه د نړیوالې ترهګرۍ له ګواښ سره چې یو هدف یې افغانستان دی مخامخ دي. د ترهګرو مخکښې ډلې چې داعش یې استازیتوب کوي له بهرني ملاتړ پرته نه‌ شي کولای منځنۍ اسیا او ټولې لویې سیمې ته د خپل فعالیت غځولو په مقصد له افغانستانه د کار اخېستو لپاره اقدام وکړي. زموږ د هېوادونو او په سیمه کې د فعالو تشکیلاتو هدف دا دی چې له افغانستان سره مرسته وکړو، چې د ترهګرۍ ګواښ له بېخه وباسي."

د مسکو غونډه اصلاً باید په تېر سېپټمبر میاشت کې جوړه شوې وای خو د افغان حکومت د اعتراض له کبله چې ویل یې د سولې د پروسې مشري او مالکیت باید د افغانانو په لاس کې وي او په هر راز خبرو کې باید اساسي اړخ افغان حکومت وي، دا غونډه تر دې مهاله وځنډېدله.

د مسکو په روانه غونډه کې د سولې د عالي شورا ځینو غړو چې د دې شورا مرستیال عزیزالله دین محمد یې مشري کوي د یوې غیرحکومتي ادارې د پلاوي په بڼه ګډون کړی دی.

د امریکا متحد ایالاتو هم په اوسنۍ بڼه د دې غونډې له جوړېدو سره مخالفت کاوه، خو وروسته یې موافقه وکړه چې په مسکو کې د امریکا د سفارت یو استازی ور واستوي او د طالبانو له لوري د قطر د سیاسي دفتر پلاوی د مسکو په غونډه کې حاضر دی.

د پاکستان او ایران په ګډون د افغانستان ګاونډیو هېوادونو هم د مسکو غونډې ته استازي استولي دي.

XS
SM
MD
LG