د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو ته د روسیې مرستې، غوڅ ملاتړ ماموریت پر خپل دريځ ولاړ دی


افغان چارواکي تور پورې کوي چې دا وسلې روسانو طالبانو ته ورکړې دي
افغان چارواکي تور پورې کوي چې دا وسلې روسانو طالبانو ته ورکړې دي

پراګ - په افغانستان کې د ناټو ویاند کیپټن تامس ګرېسبیک د دوشنبې یا ګل پر ماښام مشال راډیو ته وویل، د غوڅ ملاتړ ماموریت له بي بي سره د جنرال جان نېکلسن د مرکې پر معلوماتو ولاړ دی.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال نېکلسن تېره اوونۍ بي بي سي ته په مرکه کې ویلي ول چې روسیه د ترهګرو او نشه يي موادو پر ضد په مبارزه کې د شریکو ګټو باوجود، په افغانستان کې امریکايي هڅې زیانمنوي.

ده ویلي ول چې ورته ((افغان چارواکو وسلې ښودلې دي او ویلي یې ول چې دا وسلې روسانو طالبانو ته ورکړې دي.))

خو په کابل کې د روسیې سفارت د یکشنبې پر ورځ دا څرګندونې رد کړې او په بیان کې یې وویل چې ((یو ځل بیا وايي چې دا ډول څرګندونې بې بنسټه دي او له چارواکو غوښتنه)) کوي چې ((بې معنا خبرې)) دې نه کوي.

امریکا او ناټو زموږ د روزنې او مشورو د ماموریت له لارې افغان ولس ته ژمن دي
کیپټن تامس ګرېسبیک

په کابل کې د ناټو ویاند تامس ګرېسبیک وویل، د غوڅ ملاتړ ماموریت د افغانستان امنیت او سولې ته ژمن دی.

نوموړي طالبانو ته د روسیې د وسلو ورکولو په اړه له نور څه ویلو ډډه وکړه البته زیاته یې کړه چې روان کال د افغانستان د امنیت او ثبات له پلوه مهم دی. له ګرېسبیکه مو پوښتنه وکړه چې طالبانو ته د روسیې د مرستو ورکول ایا په افغانستان کې د یوه نوي ډول نیابتي جګړې د پیل په معنا دي او که څنګه؟

ده وویل، دا یوه مفروضه ده:

((زما په اند د دې ډول پوښتنو ځواب ورکول به یو ډول قیاس وي. زه په دې اړه نور څه نشم ویلای خو دا درته ویلای شم چې امریکا او ناټو زموږ د روزنې او مشورو د ماموریت له لارې افغان ولس ته ژمن دي چې افغان ملي امنیتي ځواکونه، لکه هوايي او کمانډو ځواک پیاوړي کړو چې هغوی هېواد له طالبانو او اسلامي دولت ډلې څخه پاک کړي.))

جنرال نېکلسن وايي، روسیه په افغانستان کې امریکايي هڅې زیانمنوي
جنرال نېکلسن وايي، روسیه په افغانستان کې امریکايي هڅې زیانمنوي

خو شنونکي ګڼي چې په افغانستان کې نوې نیابتي جګړه پیلېږي نه بلکې له مودې راهیسې روانه ده. د کابل پوهنتون د سیاسیاتو استاد نصر الله ستانکزی وايي، د ایران، روسیې او پاکستان په ګډون یو شمېر هېوادونه د افغانستان په جګړه کې لاس لري.

ایران او پاکستان دا ډول تورونه ردوي.

البته په تېر یوه کال کې یو شمېر افغان ملکي او پوځي چارواکو تور پورې کړی چې کېدای شي روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي.

مسکو په ویلي چې له طالبانو سره یې د محدودو رابطو موخه هغوی د سولې خبرو ته هڅول او د روسیو وګړو خوندیتوب باوري کول دي.

افغان طالبان وایي، روسیه یې یوازې اخلاقي ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG