د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه ښار کې تاجرانو کاربنديز کړی دی


په کوټه کې د تاجرانو اتحادیې په سیمه کې د ناجایزو تجاوزاتو په نوم د مبینه ځورول کېدو خلاف نن [د نومبر پر دريمه] کاربنديز کړی دی. په ښار ټول بازارونه، مارکېټونه او کاروباري مرکزونه بند دي.

د مرکزي انجمن تاجران کوټې استازو نن مشال راډيو ته وویل چې د یوې میاشتې راهیسې د ښار انتظامیې لخوا د ناجایزو تجاوزاتو په نوم کمپاین روان دی چې له مخې یې ستار روډ، لیاقت بازار، جناح روډ او کندهاري بازار کې تاجران اغېزمن شوي دي. د دغه کمپاین له مخې پر سړکونو د دوکانونو مخې ته لارې بندې کړل شوي دي څو دوکانداران یا د ریړو مالکان په خپل سامان اېښودو سره په تګ راتګ کې مشکلات جوړ نه کړي.

تاجران وايي دا سلسله دې بنده کړل شي او د دوی د بې ځایه تنګولو نه دې لاس واخیستل شي ځکه چې دوی ته نقصان رسیږي. حکومت وايي له دوی سره یې په بیا بیا مذاکرات کړي دي او له قانون سره سم چلن به ورسره کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG