د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د څرخي پله زندان ته جوخت یوه ځانوژونکي بریدګر درې پولیس او درې ولسي افغان وګړي وژلي دي. په دغه برید کې اته تنه ژوبل دي چې درې یې ماشومان دي.
د دغه وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل، ځانمرګی بریدګر شااوخوا اووه نیمې بجې د دولتي مامورینو یو موټر په نښه کړی دی.
چا د دې حملې ذمه واري نه ده منلې.
تر دې دوه ورځې مخکې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مخې ته هم یوه ځانمرګې حمله شوې وه چې پکې ځینو وګړیو ته مرګژوبله اوښتې وه او مسولیت یې داعش ډلې منلی وو.