د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام ملي موزیم یوه برخه بیا پرانستل شوه


د شام چارواکو په دمشق کې د ملي میوزیم یوه برخه څه د پاسه شپږ کاله وروسته د خلکو لپاره بیرته پرانیستې ده. دا میوزیم د شام کورنۍ جګړې پرمهال بند کړل شوی وو.

د کلتور وزیر محمد ال احمد په یکشبنه ویلي، د نړی لرغونیو اثارو د دې میوزیم بیا پرانیسته د جګړه ځپلي هېواد شام د خوندي امنیت پیغام ورکوي.

دا میوزیم په ۲۰۱۲م کال کې له دې وجې بند کړل شوې وو چې په دې کې موجود پخواني شیان خوندي وساتل شي او هم له دې کبله له دې میوزیمه زیاتره اثار پټو ځایونو ته لېږدول شوي دي.

د شام ولسمشر بشارالاسد حکومت سږ کال دمشق له وسله والو پاک او خوندي وګرځولو خو د شام په ځینو نورو برخو کې اوس هم جګړه دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG