د لاسرسي ځای

تازه خبر

پامپیو: پاکستان ته تر دې زيات څرګند پيغام نه شو ورکولی


د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو وايي هيله لري پاکستان به ټاکل شوی اهداف ترلاسه کړي او په خپل هېواد کې به ترهګرو ته پټنځايونه نه ورکوي.

نوموړي په واشنګټن کې د نهې په ورځ د خبري کانفرس پرمهال د یوې خبریالې د دې پوښتنې چې ځینې راپورونه وايي، د جنرال رازق په وژنه کې د پاکستان لاس دی، او

که پاکستان دا اهداف ترلاسه نه کړي او يا په دي کې مخلصه نه وي نو له پاکستان سره به حساب کېږي.
پامپیو

ستاسو په فکر که پاکستان د افغانستان په باب خپله تګلاره نه بدلوي نو امریکا به یې پروړاندې څه اقدام کوي؟ نو پامپیو یې په ځواب کې وویل، ده په دا وروستيو کې له نوې پاکستانۍ مشرتابه سره ولیدل او هغوی ته یې خپل پيغام رسولی دی. ''موږ په څرګندو ټکیو ورته وويل چې د جنوبي اسیا لپاره د امريکا په پالېسي کې هېڅ بدلون نه دی راغلی. موږ هيله لرو چې پاکستان به په خپله خاوره په مغربي پوله ترهګرو ته پټنځايونه نه ورکوي. موږ تر دې زيات څرګند پيغام نه شو ورکولی. که چېري دا اهداف ترلاسه نه کړي او يا په دي کې مخلصه نه وي نو له پاکستان سره به حساب کېږي.''

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په خبرو کې په افغانستان کې د جوړ جاړي بهير په اړه وويل هر څوک په هغه هېواد کې سوله غواړي او د دې موخې په ترلاسه کولو کې د هېڅ يوې ترهګرې ډلې لپاره ځای نه شته.

''پاکستاني حکومت ته مو دريځ ډېر ښه معلوم دي. زموږ اداري د پاکستان حکومت ذمه وار هم ګرځولي دی او هيله لرو چې هغوی به ټاکل شوي اهداف ترلاسه کړي.''

په دا وروستيو کې د پاکستان او امريکا لوړپوریو چارواکیو په ملاقاتونو کې د دوه اړخيزه اړيکو په ګډون د افغانستان سولې بهير په اړه هم خبرې اترې کړي دي.

بلخوا اسلام اباد بیا بیا په خپله خاوره ترهګرو ته د پټنځايونو ورکولو خبره رد کړې ده. د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياند تېره اونۍ ويلي ول چې په افغانستان کې د جوړجاړي بهير ملاتړ کوي او په دې لړ کې هر قسمه مرستې ته تيار دی.

XS
SM
MD
LG