د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان او امریکا د ځنډمنو اړیکو په ختمولو رضا شوي'


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قرېشي او نورو چارواکیو سره د غونډې مهال. ۵ سېپټمبر ۲۰۱۸
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قرېشي او نورو چارواکیو سره د غونډې مهال. ۵ سېپټمبر ۲۰۱۸

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د امریکا د پوځ جواینټ چیف اف سټاف جوزف ډانفورډ په چارشنبه اسلام اباد ته په خپل یو ورځني سفر کې له وزیراعظم عمران خان، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي دي.

په اسلام اباد کې خبریالانو ته د وینا په وخت د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ادعا وکړه، چې په ملاقاتونو کې دواړه خوا په اړیکو کې د ځنډ په لیري کولو رضا شوي دي.

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویل شوي د پاکستاني لوړ پوړو چارواکیو سره په ملاقاتونو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغانستان کې د خبرو اترو له لاری د سولي په راوستو کې د پاکستان کردار مهم وباله او په دې خبره يي تاکید وکړ چې سیمه کې د هغه وسله والو او ترهه ګرو پر ضد د پاکستان له خوا دوامدارو او پرېکنده ګامونو ته اړتیا ده چې سیمې ته خطر پېښوي.

د مایک پامپیو د اسلام اباد د سفر په پای کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې د پاکستان پر نقش ټینګار کړی او ویلي یې دي چې پاکستان باید د افغانستان سولې په برخه کې هڅې وکړي، د ترهګرو او وسله والو پرضد چې د سیمې سوله او ثبات ګواښوي، سنجیده او پرله پسې ګامونه واخلي.

پمپیو له پاکستاني وزیر اعظم عمران خان سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل، ''موږ د دوی د نوي حکومت په اړه خبرې وکړې او پر هغو فرصتونو وغږیدو چې د دواړو هیوادو ترمنځ اړیکي سره سمې شي، په عمومي ډول پر اقتصاد، کارو بار، تجارت او پر هغه څه چې موږ ټول پرې پوهیږو او اړتیا ورته لرو چې په افغانستان کې یو سوله ییز حل رامنځته شي، دا په یقین سره چې د افغانستان په ګټه دی، همداراز د متحد ایالتونو او پاکستان.''

ښايي د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د دغه هېواد دفاع وزیر جېمز مټیس به نن پنجشنبه په نوي ډیلي کې له هندي چارواکو سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اسلام اباد ته تر سفر مخکې په کابل، بغداد او ملګرو ملتو کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد د افغانانو ترمنځ د سولې او پخلاینې په برخه کې د امریکا نوی سلاکار ګومارلی دی.

پاکستان ته تر روانیدو وړاندی د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي ول چې د دواړو هېوادونو تر مینځ په اړیکو کې ډېر چېلنجونه دي خو هیله من دی چې د ستونځو هواري لپاره به له نوي حکومت سره شریکه لار پیدا کړل شي.

'له پاکستانه د پومپیو لومړۍ غوښتنه افغان سوله ده'

د امريکا ياد لوړ پوړي چارواکي پر داسې حال د پاکستان سفر دی چې امريکا و پاکستان ته له ترهګرۍ سره د مبارزې په لړ کې هر کال ورکوونکیو پیسو کې درې سوه ميليونه ډالره ځنډولې دي. دليل يې دا وړاندې کړی چې پاکستان د ترهګرۍ پرضد کوټلي ګامونه نه دي اخيستي.

نوموړي ویلي چې له پاکستانه یې دا د سر سر غوښتنه په افغانستان کې د سولې بهیر سره همکاري ده.

په اسلام اباد کې د سيمه ييزو چارو کارپوه او د پاکستان پخوانی ډيپلوماټ اياز وزير وايي نن (چارشنبه) د امريکا بهرنيوو چارو وزير مايک پومپيو او د پوځ مشر جنرال جوزف ډانفورډ د پاکستان سفر ډېر مهم دی.

نوموړی وايي امريکا به له پاکستانه دا غوښتنه کوي چې د افغانستان په سوله کې مرسته وکړي: ''امريکا غواړي چې پاکستان په هر حالت کې طالبان د سولې خبرو ته راولي ځکه چې له دې پرته له امريکا سره اوس بله لار نه شته.''

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او امريکا بیا بیا تور لګولی چې پاکستان په افغانستان کې د افغان او نړيوالو ځواکونو پرضد د جنګېدونکو طالبانو مرسته کوي خو پاکستان بيا دغه تورنه ردوي.

که څه هم اياز وزير وايي چې دا وخت د افغانستان بد امنۍ ترشا يوشمېر هېوادونه لاس لري او يوازې پاکستان امن نه شي پرځای کولی خو د مردان عبدالولي خان پوهنتون د نړيوالو اړيکو مرستيال پروفسر عبد الشکور وايي که پاکستان په صادقانه ډول خپل کردار ادا کړي نو تر ډېره حده په افغانستان کې امن پرځای کېدلای شي.

د پاکستان پخوانی ډيپلوماټ اياز وزير وايي چې هند د پاکستان مخالفه هېواد دی او څومره چې امريکا هند ځان ته نږدې کوي نو هومره ترې پاکستان لیرې کېږي. نوموړی زياتوي چې د امريکا د دغه موجوده تګلارې له وجې پاکستان روس ته نږدې کيږي.

عبدالشکور وايي چې څومره هم د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکې خرابې شي خو دواړه په دغه سيمه کې يوبل ته اړتيا او يو بل نه شي پرېښودی.

''امريکا د افغانستان په سوله کې د پاکستان کردار ته اړتيا لري او پاکستان بيا له نړيوال مالي صندوقه د اربونو ډالرو قرضې په ترلاسه کولو کې د امريکا ملاتړ ته اړتيا لري.''

د پاکستان او امريکا ترمنځ په اړيکو کې ترنګلتيا تر هغه وروسته سېوا شوهچې امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ترهګرۍ پر ضد د جنوبي ايشيا لپاره د ستراتیژۍ اعلانولو پر وخت نيوکه وکړه چې هېواد يې له ۲۰۰۲ کال راهيسې يې پاکستان ته د ترهګرۍ پر ضد جګړې لپاره ۳۳ بيليونه ډالر ورکړي خو هغوی ورته په بدل کې يوازې دوکه ورکړې. اسلام اباد پر دې بيان سخت خپګان ښودلی وو او دا یې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د خپلو قربانيوو له پامه غورځول بللي ول.

XS
SM
MD
LG