د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا او پاکستان پر افغان طالبانو د سولې مذاکراتو غږ کړی


مايک پومپيو او شاه محمود قرېشي روغبړ سره کوي
مايک پومپيو او شاه محمود قرېشي روغبړ سره کوي

پراګ - د امريکا او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په يوه ليدنه کې په افغانستان کې د سياسي جوړ جاړي او پخلاينې ملاتړ کړی او له وسله والو طالبانو يې غوښتې چې د روانې شخړې د هواري لپاره دې د خبرو اترو له فرصت څخه ګټه پورته کړي.

مايک پومپيو او شاه محمود قرېشي د سېشنبې پر ورځ په واشګنټن کې د ملاقات پر مهال که څه هم پر دوه اړخيزه اړيکو او سيمه ييزې اوضاع بحث وکړی خو د خبرو مهمه نکته يې د افغانستان د سولې خبرې اترې وې.

د طالبانو نکته دا ده چې بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي او دا فيصله يوازې د امريکا حکومت او ناټو کولای شي.
رحیم الله یوسفزی

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د خپاره شوي بيان له مخې له مایک پومپیو سره په لیدنه کې شاه محمود قريشي وويل چې امريکا او پاکستان دواړه په افغانستان او سيمه کې د سولې او ثبات غوښتونکي دي. شاه محمود قریشي د افغان کشالې په سیاسي هواري کې د پاکستان د ملاتړ هوډ تکرار کړ او ویلي یې دي چې د نظامي لارې د ستونزې د هواري تجربه ناکامه شوې ده. د هغه په خبره د افغان شخړې حل د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو اترو له لارې کېدای شي او د روانې شخړې د هواري لپاره بايد سياسي لاره غوره کړل شي.

په پاکستان کې د سيمه ييزو چارو شنونکی او خبريال رحيم الله يوسفزی وايي چې امريکا او پاکستان له دې مخکې هم له طالبانو د سولې خبرو اترو ته د حاضرېدو غوښتنې کړي دي خو د ده په خبره طالبان خپلې غوښتنې لري.

''د طالبانو دا نظر دی چې موږ له امريکايانو سره مذاکرات کړي او په اينده کې به يې هم کوو ځکه زموږ لومړۍ نکته دا ده چې بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي او دا فيصله يوازې د امريکا حکومت او ناټو کولای شي. دا فيصله د افغانستان حکومت، د پاکستان حکومت يا بل حکومت نه شې کولای.''

د طالبانو او ټولو وسله والو ډلو اصلي مرکز پاکستان دی. که چيرې پر پاکستان باندې فشار راوړل شي نو دا نور هېوادونه به په طبعي ډول د طالبانو دفاع ونه کړای شي.
نصرالله ستانکزی

امريکا او افغانستان په وار وار پر پاکستان دا تورونه پورې کوي چې پر خپله خاوره يې ترهګرو ته خوندې پټنځايونه ورکړي او طالبان په افغانستان کې ترهګرۍ ته لمسوي. خو پاکستان بيا تل دا ډول تورونه رد کړي او وايي چې په افغانستان کې سوله او امنيت تر بل هر چا د دوی په ګټه دی. پر دې سربېره امريکا او افغانستان له پاکستانه غوښتي چې طالبان د سولې خبرو ته کښېنوي خو رحيم الله يوسفزی زياتوي چې پاکستان په دې هېواد کې پر استوګنو طالب مشرانو فشار راوستلای شي خو د ده په اند اصل پرېکړه به په افغانستان کې جنګېدونکي طالبان کوي.

''پاکستان پر طالبانو فشار راوستلای شي، څه کوشش نور هم کولای شي خو د پاکستان دومره اثر نه شته چې طالبان مجبوره کړي، ځکه چې د طالبانو ځينې مشران په پاکستان کې دي، ځينې په ايران کې دي، ځينې په قطر کې دي او ځينې په افغانستان کې دي. نو که پر هغوی فشار راهم شي نو داسې پرېکړه نه شي کولای چې د دوی په ګټه نه وي.''

خو بلخوا په کابل پوهنتون کې د سياسي علومو ښوونکی پروفېسر نصرالله ستانکزی وايي چې پاکستان د دې توان لري چې طالبان د سولې خبرو ته کښېنوي.

''زه فکر کوم چې د طالبانو اصلي مرکزونه او د تجهيز، تمويل، امکاناتو او اډو اصلي مرکز پاکستان دی. دا چې نور هېوادونه اوس پر طالبانو باندې نفوذ لري، هغه د نفوذ مسله ده. خو زه فکر کوم چې د طالبانو او ټولو وسله والو ډلو اصلي مرکز پاکستان دی. که چيرې پر پاکستان باندې فشار راوړل شي نو دا نور هېوادونه به په طبعي ډول د طالبانو دفاع ونه کړای شي.''

د افغان سولې په اړه پومپيو او قرېشي په داسې حال کې ليده کاته کړي دي چې په دې وروستیو کې افغان حکومت هم له وسله والو طالبانو سره د سولې هڅې ګړندۍ کړي دي او غواړي چې روانې شخړې ته د پای ټکی کښېږدي.

XS
SM
MD
LG