د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران پر دوی د امریکا بندیزونه د بشري حقونو سرغړونه وبلله


د ايران بهرنيو چارو وزير پر امريکا تور پورې کړی چې په تازه بنديزونو لګولو سره يې د ايرانيانو له بشري حقونو سرغړونه کړې ده.

جواد ظريف په چارشنبه ناوخته پر ټويټر پاڼه وليکل، د امريکا له لورې د ايران پر دوو بېنکونو او ځينو نورو کمپنيانو باندې له بسیج مليشې سره د مبينه تړاو پر بنياد بنديزونه لګول د انصاف د نړيوال عدالت له هغو حکمونو سرغړونه ده چې ويلی ول له ايران سره دې د بشري ګټو د تجارت مخه نه نيول کېږي. نوموړي زياته کړې، په دې کې پر يوه داسې بينک هم بنديزونه لګول شوي چې د خوړو او دوايانو په درامدولو کې مهم رول لري.

جواد ظريف ليکلي، دا د ټولو خلکو د بشري حقونو او د قانون واکمني بيخي له پامه غورځول دي. هغه وويل، د امريکا د بنديزونو د لګولو نشه له کنټروله وتلې ده.

د امريکا خزانې وزارت د اکتوبر پر ۱۶ مه د ايران د شلو کارپوريشنونو او مالي ادارو پر يوه نيټ ورک باندې له بسیج مليشې سره د مبينه تعلق پر بنياد بنديزونه ولګول. وزارت وايي، د بينکونه دغه شبکه د دې مليشې مالي ملاتړکوي. وزارت ادعا کوي، ملېشه د سپاه پاسداران انقلاب لپاره تنکي ماشومان بهرتي کوي او روزنه یې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG