د لاسرسي ځای

تازه خبر

میدان وردګ کې هوايي بریدونه د طالبانو پینځه قومندانان وژلي


د افغان ځواکونو عملیات.
د افغان ځواکونو عملیات.

افغان چارواکو په میدان وردګو کې د عملیاتو او بمبارۍ پر مهال د پېنځو قومندانانو په ګډون د ۳۸ وسله والو طالبانو د وژنې دعوه کړې.

د والي ویاند عبدالرحمان منګل بېګا مشال راډیو ته وویل، په نرخ ولسوالۍ کې په عملیاتو کې د قومندانانو په ګډون ۱۷ وسله وال وژل شوي او ۲۰ ژوبل دي.

هلته د ملي امنیت ریاست چارواکي وايي، د اکتوبر پر ۱۱مه د ولایت په مرکزي برخه کې د ځانګړو ځواکونو په بمبارۍ کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دوی زیاتوي، په وژلو شویو کې لوړ پوړي قومندانان هم دي چې د راتلونکو پارلېماني انتخاباتو د بهیر ګډوډولو په موخه ورغونډ شوي ول.

افغان چارواکو د وژلو قومندانانو پېژندګلوۍ په اړه څه نه دي ویلي.

وسله والو طالبانو هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG