د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن کې چاودنې پینځه امنیتي سرتېري ژوبل کړي


د بلوچستان نقشه.
د بلوچستان نقشه.

د بلوچستان صوبې چارواکي وايي، چمن ته نېږدې په کلا عبدالله سیمه کې د اکتوبر پر اته په یوه چاودنه کې پنځه امنیتي سرتېري ژوبل شوي دي.

د لیویز ځواک سرچینې وايي، چاودنه هغه مهال وشوه چې د امنیتي سرتېرو ګاډی د ګزمې په حال کې له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.

د بلوچستان وزیراعلی جام کمال پر امنیتي سرتېرو د برید دغه پېښه په سختو ټکو کې غندلې ده.

د بلوچستان چارواکي همدا راز خبر ورکوي چې د ګلستان سیمې په حبیب زۍ کلي کې پرون امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس په یوه چاپه کې دوه ځانمرګي جاکټونه، وسلې، مردکۍ او نور مهمات نیولي دي.

چارواکو د کوم مشکوک تن د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG