د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په خوږیاڼو، شیرزادو او پچیر و اګام ولسوالیو کې د هوایي بریدونو او عملیاتو په ترڅ کې ۶ وسله وال طالبان او ۶ داعشیان وژل شوي او د هیروینو دوه کارخانې له منځه وړل شوي دي.
ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼی د پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې پچیر و اګام ولسوالۍ د اګام تنګي په سیمه کې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې په هوايي برید کې ۶ داعش وسله وال وژل شوي دي.
خوږیاڼی زیاتوي چې امنیتي ځواکونو د خوږیاڼو او شیرزادو په ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال ۶ وسله وال طالبان وژلي او د نشه یې توکو دوه کارخانې یې له منځه وړي دي.