د لاسرسي ځای

تازه خبر

مایک پامپیو: امریکا به افغانستان د سولې په هڅو کې یوازې پرې نه‌ږدي


مایک پامپیو
مایک پامپیو

په‎داسې حال کې چې افغان حکومت د وسله‎والو طالبانو سره د سولې د خبرو په هڅو بوخت دی، د امریکا د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي د دې هڅو د ملاتړ ژمنه وکړه او ویې‌ویل چې متحده ایالات به افغانستان په‎دې هڅو کې یوازې پرې نه‎ږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو چې د دوشنبې په ورځ په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ولاړ، دا څرګندونې کړې دي.

ښاغلي پامپیو پرون ناوخته له افغان ولسمشر اشرف غني سره په ارګ کې یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، طالبان باید په دې پوه شي چې د جګړې له لارې نه‎شي بریالي کېدای.

وسله‎والو طالبانو په وار وار ویلي چې دوی د امریکا متحده ایالاتو سره مخامخ د سولې خبرې کول غواړي چې په ځواب کې امریکا د افغانانو په مشرۍ او مالکیت خبرو ټینګار کوي.

مایک پامپیو د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې واشنګټن لېواله دی چې له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو کې ګډون وکړي، خو وایي د سولې د هر ډول خبرو مشري افغانان په‎خپله کوي.

محمد اشرف غني او مایک پامپیو
محمد اشرف غني او مایک پامپیو

پامپیو زیاته کړه:

"موږ له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو سره په ګډه کار کوو، څو د یوه امن او خوندي افغانستان لپاره شرایط رامنځته کړو چې دا هڅې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ دي. د سولې پروسه هم همداسې ده. متحده ایالات به د دې پروسې په اسانه کولو کې مرسته او ګډون به په‎کې وکړي، خو د سولې پرېکړه باید د افغانانو له‎خوا او د دوی ترمنځ وشي."

دغه امریکایي لوړپوړي ډیپلومات زیاته کړه چې د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ وروستی اوربند او پر طالبانو فشارونه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر په هغې ستراتېژۍ پورې اړه لري چې تېر کال‌ یې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره اعلان کړې وه.​

په هغې ستراتېژۍ کې چې تېر اګسټ اعلان شوه، هدف‌یې دا وو چې طالبان د ډیپلوماتیکو، پوځي او سوله‎ییزو لارو وهڅول شي چې دوی جګړه نه‎شي ګټلی او باید له کابل سره روغې جوړې ته غاړه کېږدي.

ولسمشر غني هم په‎دې خبري غونډه کې همدې ټکي ته په اشارې سره ویلي، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ نوې ستراتېژۍ په سیمه کې مثبت بدلون راوستی او د سیمې هېوادونه باید په صادقانه توګه د دې ستراتېژۍ ملاتړ وکړي.

محمد اشرف غني
محمد اشرف غني

ولسمشر غني وویل:

"دغې ستراتېژۍ نتیجه ورکړې ده، د پام وړ اغېز یې درلودلی دی. هغه څه چې موږ یې په ځانګړي ډول د دې ستراتېژۍ په برخه کې هرکلی کوو، په باثباته جنوبي اسیا کې د باامنه افغانستان نظریه ده. د دې ستراتېژۍ هدف د یوې تل‌پاتې سولې او ثبات لپاره د شرایطو رامنځته کول دي او دا هغه څه دي چې د افغانستان ملي وحدت حکومت ورته ژمن دی.​"

کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له دې سفر مخکې د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا لوړپوړې ډیپلوماته الېس ولز سیمې ته تللې وه چې ویلې یې و، پر طالبانو د دې لپاره چې د ولسمشر محمد اشرف غني د سولې وړاندیز ومني، فشار په زیاتېدو دی.

XS
SM
MD
LG