د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو سره خبرې ولې نه پيليږي؟


افغان چارواکي وايي د جګړې ختمولو لپاره د طالبانو سره د مذاکراتو هڅې بيخي ودريدلې نه دي بلکې د ښو نتايجو لپاره کوششونه روان دي. افغان چارواکو په همدې حال کې له پاکستانه غوښتي چې د سولې لپاره دې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

د افغانستان د اجرايه رياست يوه وياند جاويد فیصل نن مشال ريډيو سره خبرو کې په ملګرو ملتونو کې د پاکستانۍ سفيرې او د دغه هيواد د بهرنيوو چارو وزارت د وروستيوو څرګندونو په اړه وويل چې په سيمه کې به ترهګري هله ختمه شي چې پاکستان په رښتيا د وسله والو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

((پاکستان تل د ترهګرو مرسته کړي. افغانستان کې جنګيدونکو وسله والو ته يې پيسې، روزنه او پنا ورکړې. زموږ هيله دا ده چې پاکستان که د سولې خبرو پيلولو کې همکاري نه شي کولی نو وسله والو سره د همکارۍ په نه کولو سره دې افغانستان کې د جنګ اور ته لمن نه وهي.))

د سولې مذاکراتو د پيل مهم خنډونه د افغان حکومت له خوا پر جنګ بندۍ او طالبانو له خوا د قطر دفتر په رسمي کولو ټينګار ښودل کيږي

د پاکستان د سرکاري ريډو د يو خبر ترمخه تېره ورځ مليحه لودهي د ملګرو ملتونو په يوه غونډه کې ويلي وو چې د افغانستان د سولې لپاره کوشش کوي او غواړي چې د افغان چارواکو او طالبانو تر منځ ولاړې خبرې بيا پيل شي.

په همدې حال کې د پګواش په نامه يوې ادارې د افغانستان د سولې په اړه د خبرو اترو د غونډو په لړ کې د نومبر په دوه ويشتم تاريخ اسلام اباد کې يوه ناسته لري.

په قطر کې د طالبانو د دفتر يو چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال ريډيو ته نن وويل چې د پګواش په غونډه کې د دوی استازي برخه نه اخلي. د افغانستان د سولې عالي شورا هم ويلي چې له دې غونډې ځکه ډیر اميد نشته چې رسمي حيثیت نه لري.

خو دې غونډې ته وربلل شوی، افغان سياستوال ضياالحق امرخېل وايي د پګواش غير رسمي غونډه کې به هغه پخواني پاکستاني پوځي او سياسي چارواکي موجود وي چې پر طالبان او پاکستان پاليسۍ جوړونکو دير اغېز لري نو ځکه دا ناسته مهمه ده.

((موږ به هلته غونډه کې ووايو چې افغانستان کې امن لپاره بايد پاکستان صادقانه کار وکړي.))

ضیا الحق امرخيل
ضیا الحق امرخيل

د طالبانو د قطر د دفتر يو چارواکي څه موده مخکې مشال ريډيو ته ويلي وو چې د افغان حکومت سره مذاکرات غواړي خو په وينا يې چې ځيني شرطونو د دې کار مخه نيولې ده. په دې شرطونو کې مهم يې د افغان حکومت له خوا پر جنګ بندۍ ټينګار او طالبانو له خوا د قطر دفتر په رسميت پيژندل ښودل شوي.

څه موده مخکې د پاکستاني وزيراعظم د بهرنيوو چارو سلاکار سرتاج عزيز په امريکا کې ويلي وو چې پاکستان پر طالبانو ځکه کنټرول او اغېز لري چې د طالب وسله والو کورونه په پاکستان کې دي او د زخميانو درملنه يې هلته کيږي.

XS
SM
MD
LG