د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ښځې په ملي کچه د سولې په راوستلو کې هڅه کوي


د سولې لپاره د افغان ښځو د اجماع فعالانې وايي، دوی به د افغانستان ولایتونو ته د سفرونو له لارې د سولې په باب د ښځو نظرونه او غوښتنې راټولې او د سولې یو ګډ غږ بهاوچت کړي.

دوی یادې څرګندونې د چارشنبې په ورځ خوست کې د سولې لپاره د افغان ښځو په ملي اجماع کې چې د سلګونو خوستیو نجونو او ښځو په ګډون جوړه شوې وه، وکړې.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیرې حسیه صافۍ مشال راډیو ته وویل، په هغو ولایتونو کې چې جګړې په کې ډېرې دي، ښځو داسې احساس وکړ چې د جګړې د پای ته رسولو د هڅو لپاره د سوله غوښتنې یوه ملي اجماعرامنځته کړي.

دې وايي، دې بنسټ په کابل کې یوه لویه غونډه راوبلله او په غونډه کې له زیاتو بحثونو او نظرونو وروسته ښځو موافقه وکړه، چې د افغانستان له ټولو ولایتونو څخه د ښځو له لوري د سوله غوښتنې یو ګډ غږ پورته شي.

حسینه صافۍ زیاتوي، په ولایتونو کې د دوی د غونډو موخه داده چې د ولایتونو ښځې سولې ته له خپله دیده تعریف وړاندې کړي او مالومه کړي چې د سولې په بهیر کې د فعالې ونډې لپاره دوی څه غواړي؟

نوموړې وړاندې وویل، د سولې لپاره د افغان ښځو د ملي اجماع مشرتابه نورو ولایتونو ته هم سفرونه کړي، تر څو د ولایاتو د ښځو نظرونه د سولې د ملي پالیسیو سره همغږي کړي او پدې توګه د سولې په بهیر کې د ښځو ونډه ډېره کړي.

په یاده غونډه کې د ګډون لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې تر څنګ د ښځو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو ښځینه معینانې، د هېواد په کچه په سیاسي او ټولنیزو مسایلو کې ځینې فعالې ښځې او د ولسمشر د میرمنې رولا غني د دفتر یو شمېر غړې هم خوسته ته راغلې وې.

خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي چې د یادې غونډې ویناوال وو، وویل په سوله کې د ښځو له ونډې هېڅوک انکار نشي کولی او اوس دا اړتیا موجوده ده چې ښځې پدې ملي بهیر کې خپله ونډه ډېره کړي.

خوست والي وايي:

((که نن سربازان شهیدانیږي، هغه موږ بوریږي، هغه خور پدې باندې دردیږي، نو کله چې یو څوک د ټولنې دومره دروند بار په اوږو باندې وړي، څنګه به امکان ولري چې هغو دې د هېواد په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او ملي مسایلو کې برخه ونلري، د دې ضرورت لیدل کیږي چې زموږ خویندې د هېواد په ټولو ملي مسایلو کې باید ونډه ولري.))

​بل لوري ته د غونډې یو شمېر ګډونوالو خوستیو ښځو او نجونو بیا نیوکه وکړه، چې دوی ته په غونډه کې د خبرو کولو موقع ورنکړل شوه.

د ښځو د ملي ارمان ټولنې مشرې زینب افغان وویل، د دې غونډې اجنداء په کابل کې جوړه شوې وه او ویناوال يې هم هماغه ځای کې ټاکل شوي ول:

((کله چې د غونډې اجنداء په کابل کې جوړیږي، نو دلته به خویندې څه ډول وکولی شي، چې د سولې په باب خپل نظر څرګند کړي، زما په فکر ښځې چې څومره کولی شي یا د سولې تږې دي او څه ونډه په کې اخیستی شي، په سوله کې د ښځو ونډه مهمه ده او باید ډېره حصه ورکړل شي.))

پدې غونډه کې د سولې د مسایلو په باب د ښځو تر منځ یو ازاد بحث او د پوښتنو او ځوابونو پروګرام هم ترسره شو او د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکو بیا د سولې په باب ترانې وویلې.

XS
SM
MD
LG