د لاسرسي ځای

تازه خبر

امنېسټي انټرنېشنل په ایران کې د یوې نجلۍ په دارول وغندل


د بخښنې نړیوال سازمان نښه.
د بخښنې نړیوال سازمان نښه.

د بښنې نړیوال سازمان وایي، ایران د کورني او جنسي تشدد ښکار یوې ځوانې جینۍ ته د خپل خاوند د وژلو په تور د مرګ سزا ورکړې ده.

د بشري حقونو نړیوالې لندن مېشتې ادارې امنستي انټرنېشنل د اکتوبر د زېنب سېکانوند اعدامول یو غېر منصانه کار وباله او زیاته یې کړه چې دا د ایراني چارواکو لخوا د ماشومانو د ژوند د حق سرغړونه ښکاره کوي.

د یو بیان تر مخه ۲۴ کلنه زېنب د اکتوبر پر دوهمه د ایران په غربي ازرباییجان صوبه کې اعدام کړل شوه.

د امنستي انټرنېشنل ترمخه زېنب ۱۵ کلنه وه چې واده یې وشو او د ۲۰۱۴م کال په اکتوبر کې ورته په یوه غېر منصفانه مقدمه کې د خپل خاوند د وژلو په تور د مرګ سزا واورول شوه.

د امنسټي انټرنېشنل د منځني ختیځ او شمالي افریقې مشر فلېپ لوتر وایي زېنب په څو څو وارې د کورني تشدد او زورزیاتي له وجې د چارواکو مرسته غوښتلې وه خو ایراني چارواکیو یې هېڅ مرسته نه وه کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG