د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس شام ته اېس -۳۰۰​ دفاعي توغندي انتقال کړل


د روس د اېس ۳۰۰ دفایي میزایل.
د روس د اېس ۳۰۰ دفایي میزایل.

روس وایي هېواد یې شام ته د( اېس ۳۰۰) دفاعي مېزایلي نظام انتقال کړی دی.

د روس په دې کار امریکا او اسراییل سخت تنقید کوي چې دا به د شام داخلي جنګ لا زیات کړي.

د روسي ټیليوېژن ترمخه دا خبره د روس دفاع وزیر سرګې شویګو له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اکتوبر پر دوهمه د لېدنې پر وخت کړې ده.

روس او ایران د شام د ولسمشر بشر ال اسد ملاتړې هېوادونه دي چې پرې دا تنقید هم کېږي د شام په جګړه کې د دوی مرسته بشر ال اسد ته ګټه رسوي.

شویګو وایي، دا نظام به په شام کې د روسي ځواکونو خوندیتوب ښه کړي او زیاتوي شامي عسکر به د دریو میاشتو د روزنې وروسته د دې نوې نظام چلول زده کړي.

ولسمشر پوتین د دې نظام شام ته د ورکولو امر له هغې وروسته وکړ چې تېره میاشت د روس یوه څارګره الوتکه د شامي عسکرو لخوا په یوه پېښه کې ووېشتل شوه چې روس یې څه تور په اسراییل هم اچوي چې په هغه وخت یې په شام کې په ایراني اهدافو هوایي بریدونه کول.

په دغه پېښه کې د الوتکې ۱۵ تنه روسي عمله وژل شوې وه.

اسراییل په دغه پېښه خپګان ښودلی وو او زیاته کړي یې وه چې په شام کې به په ایراني جنګي اهدافو بریدونه جاري ساتي.

د اسراییل د تعلیم وزیر نفتالي بېنټ د اکتوبر پر دوهمه د دغه هېواد راډیو ته ویلي دوی به ایران دې ته پرېنږدي چې د اسراییلو پرضد یو دریم محاذ پرانزې او پرخلاف به یې کاروایي کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارتو یاندې په واشنګټن کې په یوې خبرې غونډه کې وویل دوی شام ته د روس لخوا د( اېس۳۰۰) نظام د انتقال تصدیق نه شي کولای او تمه لري چې داسې به نه وي شوې.

روس او ایران د شام د ولسمشر بشر ال اسد ملاتړې هېوادونه دي چې پرې دا تنقید هم کېږي د شام په جګړه کې د دوی مرسته بشر ال اسد ته ګټه رسوي.

په دغه جګړه کې تر اوسه څلور لکه کسان وژل شوي دي او په زرګونو نور له خپلو کورونو بې کوره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG