د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې پر پر اسرائیلو نوي تورونه لګولي


روسیې په سوریه کې د یوې روسۍ الوتکې د نسکورېدو په قضیه کې پر اسرائیلو نور تورونه لګولي دي.

د روسیې دفاع وزارت پرون یکشنبې وویل چې د مدیترانې سمندرګي پرسر د یوې روسۍ الوتکې د نسکورېدو یو علت د اسرائیلي پوځ له‎خوا د روسیې پوځ ته د ناسمو معلوماتو ورکول وو.

د سېپټمبر په ۱۷مه د سوریې پوځ په شمال لویدیځ لاذقیه ولایت کې پر ایلوشن شل IL-20 روسۍ الوتکې د اسرائیلو د جېټ جنګي الوتکې ګومان وکړ او ویې ویشته.

په‎ دې پېښه کې د روسیې ۱۵ پوځي پرسونل ووژل شول.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند تورن‎جنرال ایګور کوناشینکوف پرون وویل چې د اسرائیلو هوايي ځواک د خپلو F-16 الوتکو د اهدافو په اړه د روسیې پوځ ته ناسم معلومات ورکړي ول.

تورن‎جنرال ایګور کوناشینکوف
تورن‎جنرال ایګور کوناشینکوف

هغه زیاته کړه چې د همدې ناسمو معلوماتو له وجې د روسۍ الوتکې لپاره دا ناممکنه وه چې ځان یوې پرامنه سیمې ته ورسوي.

کوناشینکوف وویل، د روسیې دفاع وزارت له اسرائیلي افسرانو سره د روسي پوځیانو ثبت شوې محاوره لري. نوموړي څرګنده کړه چې د دوی د معلوماتو له مخې دا پېښه یا د مسلکي مهارت د نشتوالي او یا د وظیفوي غفلت له کبله رامینځ ته شوې ده.

د روسیې دفاع وزارت هغه مهال د پېښې پړه پر اسرائیلو اچولې وه او ویلي یې وو چې د اسرائیلو الوتکې د سوریې د هوايي مدافعې له توغندیو څخه د خپل ځان د ساتنې لپاره له روسۍ الوتکې د سپر په توګه کار اخېستی دی.

د روسیې دفاع وزارت دا هم ویلي و چې اسرائیلي پوځ په سوریه کې د بمبارۍ له پیله نږېدې ۳۰ سېکنډه (نیمه منټ) مخکې د روسیې پوځ ته خبر ورکړی و.

اسرائیل په‎ دې پېښه کې خپله پړه نه مني او وايي چې دا پېښه د سوریې د هوايي مدافعې د ځواک د غلطۍ په نتیجه کې رامنځته شوې ده.

اسرائیل همدا راز وايي چې له پخوانیو موافقو سره سم یې د روسیې پوځ ته د خپلو هوايي عملیاتو په اړه مخکې له مخکې خبر ورکړی و.

روسیه د سوریې په جګړه کې د ایران ترڅنګ د بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي مګر اسرائیل چې له روسیې سره نېژدې دوستانه اړیکي لري په دې جګړه کې د کوم ځانګړي لوري ملګرتیا نه کوي خو دا مني چې د حزب الله په ګډون په سوریه کې د ایران د متحدو ځواکونو پر سنګرونو هوايي حملې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG