د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام جګړه: په درې کلونو کې ۱۱۲روسي پوځيان وژل شوي


د جولان په لوړو کې تر نښتو وروسته له سیمې لوګي خېژي.
د جولان په لوړو کې تر نښتو وروسته له سیمې لوګي خېژي.

د روس پارلېمان د دفاع کمېټي مشر ويلي چې په تېرو درېوو کلونو کې د شام په جګړه کې ۱۱۲ روسي پوځي کارکوونکي وژل شوي دي.

د روس خبري اژانسونو تېره ورځ همداراز د ويکتر بونداروف له خولې وليکل چې په دې جنګ کې د روس اته الوتکې، پنځه هيلي کاپټر او دوه پوځي ګاډي له منځه تللي دي.

د بونداروف په وینا په شام کې د بشارالاسد د رژيم په ملاتړ د روس دا قرباني په ۱۹۸۰ کلونو کې په افغانستان کې روسي پوځيانو او په اوس وخت کې امريکايي ځواکونو ته د اوښتې زيانه څخه ډېره کمه ده.

د بشارالاسد له رژيم سره د روس د رسمي مرستې ترڅنګ، په شام کې ډېر روسان داسې هم دي چې هلته حکومت نه دې ليږلي خو دوی د اسد په ملاتړ جنګېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG