د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلو، شام مېشتي ایراني ځواکونو په نښه کړي


د اسراییل پوځ وایي، تر هغه وروسته چې په شام کې دېره ایرانيو ځواکونو د ګولان په لوړو کې د اسراییلي پوځ پر پوستو شاوخوا شل توغندي وویشتل، دوی يه غچ کې په د ایرانيو ځواکونو لسګونو ځایونه په نښه کړل.

دوی وايي، د ګولان پر لوړو حمله د ایران انقلاب ساتونکي ځواک د مشر په امرشوې وه.

د اسراییلي پوځ ویاند لیفټیننټ جنرال جونتن کانریکوس نن سهاروختي په بیت المقدس کې خبریالانو ته وویل چې پوځونو یې هغه ځایونه په نښه کړل چې د ایران استخباراتو کارول او د هغوی سامانونه، ډیپوګان، ګاډي او نور شيان پکښې ول. نوموړی وايي هغه مشکوکه ځای يې هم په نښه کړی چې ګومان کیږي ورڅخه د اسراییل پرلور ميزايلې ویشتل شوي دي.

د اسراییل د پوځ ویاند جنرال جونتن خبريالانو ته وويل چې د ګولان پرلوړو د ميزايلو ویشتلو حکم د ایران انقلاب ساتونکي ځواک مشر قاسم سلیماني کړی و خو د ده په خبره اسرایيلو ته يې لوی تاوان نه دی رسولی.

د اسراییل پوځ ویاند وویل د ایرانیو ځواکونو دغه حمله ډېره جدي اخلي. هغه زیاته کړه چې په شام کې یې د ایران پر پوځي هدفونو په لسګونه ميزايلي داغلي چې دا په وروستیو کلونو کې پر ایرانيو هدفونو د اسراییلو تر ټولو لوی عملیات دي. خو نوموړي وويل، هيواد يې له ايران سره د کړکيچ زیاتولو په لټه نه دی.

ايران د اسرایيل لخوا د ادعاو په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو شامي ځواک او رسنۍ وايي چې د اسرایيلو حملو ته يې سخت ځواب ورکړی او ډېرې ميزايلې يې ورله غورځولې دي.

د شام سرکاري رسنيو نن خبر ورکړ چې اسرایيل د شام په دمشق او نورو سيموکې په لسګونه راکټې داغلي او يو راډار يې تباه کړی او د وسلو يو ډیپو يې هم په نښه کړی.

د دمشق اوسېدونکي هم وايي چې د اسرایيل لخوا د تېرو وختونو په پرتله ننني بريدونه ډېر خطرناکه وو او چاودنو ټول ښار لړزولی دی. د شام بشري حقونو ډلې بيا ويلي چې اسرايیلي جنګي الوتکو او ميزايلو د شام په سرحدي سيمو کې پوځي تنصيبات هم په نښه کړي خو د مرګژوبلې په اړه لا هم رپوټونه نه شته. د دواړو خواو ترمنځ د ډزو تبادله تر هغه یوه ورځ وروسته شوې، شام تور لګولی چې اسرایيلو په دمشق کې د ايران په پوځي پوستو ميزايلې توغولې دي. د نښتې څارونکي وايي، پرون په دغه ميزايل حمله کې د اتو ايرانيو وسله والو په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي. دا په داسې حال کې ده چې اسرایيلو بیا بیا ويلي دي چې دوی به په شام کې د ايران شتون و نه زغمي.

ياده دي وي چې د حزب الله وسله والې ډلې په ملاتړ ايران، روس او شام سږ کال د شام اپوزيشن خلاف په جنګ کې ډېرې برياوې ترلاسه کړي او اسرایيليو چارواکو ويلي دي، ډارېږي چې ايران او د دې هېواد ملاتړي زرګونه شیيعه ملېشه د اسرایيلو خلاف بريدونه پیل نه کړي. ايران او روس د شام ولسمشر بشارلاسد ملاتړ کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG