د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ځانمرګي برید ۱۳ تنه وژلي ۵۵ ټپیان


د ننګرهار نقشه.
د ننګرهار نقشه.

افغان چارواکي وایي چې د نن (سېشنبه) یوه نیمه بجه د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې ولسي جرګې ته نوماند ناصر مومند په ټاکنیز کمپاین ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۱۳ تنه وژل شوي او ۵۵ یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطالله خوږیاڼي وایي چې ټپیان د کامې ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي او زیاتوي چې په وژل شویو کې اکثره قومي مشران او د پاخه عمر خاوندان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG