د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ضلع پخوانی مشر فاروق خان د وسله والو په ډزو وژل شوی دی.
پوليس وايي دغه پېښه د صوابۍ په زېده کلي کې شوې ده او د نامالومه کسانو پرضد ېې اېف ای ار کښلی دی.
د زېدې تاڼې ايس اېچ او خالد اقبال له مشال راډېو سره په خبرو کې وویل چې فاروق خان ښايي په یوه مقدمه کې د ورکړې شاهدۍ له کبله وژل شوی وي خو د هغه د کورنۍ غړیو په تاڼه کې د چا نوم نه دی اخیستی بلکې د ناڅرګندو کسانو خلاف یې اېف ای ار درج کړی دی.
فاروق خان د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ یو له مخکښو کارکنانو وو او
د صوابې په ګډون په ټوله پښتونخوا کې بیا بیا سیاستوال په نښه کېږي چې پکې د عوامي نېشنل ګوند لوی شمېر غړي او مشران وژل شوي.