د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوځ له کرداره بغېر دې بیا انتخابات وشي: اسفندیار


په مظاهره کې سلګونه کسانو برخه واخیسته
په مظاهره کې سلګونه کسانو برخه واخیسته

پراګ - د عوامي نېشنل ګوند مشر په پاکستان کې له سره د داسې ټولټاکنو د کولو غوښتنه کړې ده چې پکې د پوځ هېڅ کردار نه وي.

د جولای پر ۳۰مه د چارسدې په فاروق اعظم چوک کې د سلګونو کسانو غونډې ته په وینا کې اسفنديار ولي خان تور پورې کړ چې د جولای ۲۵ مې په ټاکنو کې انتخاباتي کمېشن، پوځ او عدليې ټګي کړې ده.

عوامي نېشنل پارټۍ انتخابات رد کړي او له ادعا سره سم د شويو درغليو يا ټګيو پر ضد يې د جولای پر ۳۰مه د خیبر پښتونخوا په مختلفو سيمو کې د مظاهرو غږ کړی دی.

اسفندیار ولي خان وویل، د پوځ له کرداره بغېر دې ټاکنې وشي البته سپینه یې کړه چې که پوځ د امنیت په خاطر پر سړکونو ولاړ وي نو اعتراض نه لري.

ده وویل، د پوځ کردار هغه وخت متنازع يا لانجمن شو کله چې ورته په انتخاباتي مرکز کې دننه د ورتګ اجازه ورکړل شوه.

هغه پر عدالت هم غږ وکړ چې پر ځان لګېدلي داغونه دې پاک کړي.

اسفندیار ولي خان له سره د انتخاباتو غوښتنه وکړه
اسفندیار ولي خان له سره د انتخاباتو غوښتنه وکړه

اسفنديار خان تور پورې کړ چې د ټاکنو د بهير تر ختمېدو وروسته د شپږو او اوو بجو په منځ کې ټوله ټګي شوې ده.

نوموړي دا تور هم پورې کړ چې پوځيانو پولېنګ اېجنټان بهر وایستل او په وینا یې درغلي یې وکړه.

د عوامي نیشنل ګوند په غږ د نوښار، مردان او مومندو په ګډون په يو شمېر نورو ضلعو کې مظاهرې شوې دي.

ټاکل شوې چې په پېښور کې د ګوند د پلویانو مظاهره پر څلور بجې پیل شي.

په نوښار کې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال د عوامي نېشنل ګوند سيکرټري جنرل ميا افتخار حسين ادعا وکړه چې د ټولو استخباراتي ادارو او خبريالانو رپورټونه دا ول چې هغه به خپله څوکۍ ګټي خو د ده په خبره، په ټګۍ نتيجې بدلې شوې او د ده مخالف وګټله.

ميا افتخار ادعا وکړه چې تر انتخاباتو مخکې او د ټاکنو پر ورځ د تحريک انصاف د نوماند د بریا لپاره کار وشو.

له نتیجو سره سم، عوامي نېشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ شپږ او د قامي اسمبلۍ يوه څوکۍ ګټلې ده.

د دې ترڅنګ مسلم ليګ نواز، پيپلز پارټۍ، نېشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او ځېنو نورو ګوندونو هم تورې پورې کړی چې په انتخاباتو کې درغلي شوې ده او تر يو پلان لاندې تحريک انصاف بريالی کړل شوی دی.

اسفنديار خان ولي خان په خپله وينا کې وويل چې د جولای د ۳۰مې پر ماښام به ياد ګوندونه بيا ورغونډېږي او د راتلونکې اقدام په اړه به حتمي فيصله کوي.

ده وویل، په همدې غونډه کې به پرېکړه کوي چې په قامي اسمبلۍ کې سوګند وکړي او که نه؟

خو اسفندیار خان زیاته کړه چې په بلوچستان کې یې خپل ګوند ته اجازت ورکړی چې هلته په اېتلافي حکومت ورګډ شي.

د پاکستان یو شمېر لویو ګوندونو انتخاباتي کمېشن، پوځ، عدليه او نګران حکومت په ټاکنو کې په لاسوهنه تورنوي خو د انتخاباتي کمېشن مشر سردار رضا خان دغه تورونه رد کړي او ويلي یې دي چې ټاکنې شفافې او منصفانه وې.

تحریک انصاف ګوند ویلي دي چې ولس پخواني ګوندونه رد کړي دي. په انتخاباتو کې د زیاتو څوکیو تر ګټلو وروسته د ګوند مشر عمران خان د جولای پر ۲۶مه په وینا کې وویل چې هر ګوند غواړي چې په انتخاباتو کې د درغلۍ پلټنې وکړي، دی ورسره همکارۍ ته تیار دی.

پوځ، عدلیې او نګران حکومت په رسمي توګه لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG