د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې ځانمرګي بريد د هارون بلور په ګډون ۲۰ کسان وژلي


د بلور خپلوان او پلویان د هغه تابوت وړي
د بلور خپلوان او پلویان د هغه تابوت وړي

پراګ - د خېبر پښتونخوا په سرښار پېښور کې د عوامي نیشنل ګوند پر يوې انتخاباتي غونډې ځانمرګی بريد شوی چې پکې د دغه ګوند د يوه مشر هارون بلور په ګډون د وژل شویو شمېر ۲۰ ته رسېدلی او څه باندې ۴۰ ژوبل دي.

چاودنه هغه وخت وشوه کله چې هارون بلور د غونډې ځای ته ورسېد.

پېښه د جولايي ۱۰مې پر شپه شاوخوا ۱۱ بجې د پېښور په يکه توت کې شوې. د عوامي نېشنل ګوند غړیو مشال راډيو ته ويلي چې چاودنه هغه وخت وشوه کله چې هارون بلور د غونډې ځای ته ورسېد.

بلخوا په پېښور کې د ترهګرۍ ضد پوليسو يو مشر مشال راډيو ته ويلي چې د ځانمرګي بريدګر د بدن نمونې يې تر لاسه کړي او د پېښې په اړه يې پلټنې پېل کړي دي.

په پېښور کې د لېډي ريډنګ روغتون وياند ذوالفقار علي باباخېل د جولای پر ۱۱مه سهار مشال راډيو ته وويل چې د يکه توت په پېښه کې ۲۰ کسان وژل شوي او څه باندې ۴۰ ژوبل دي.

نوموړي وويل چې تر پېښې سمدستي وروسته، وژلي او ژوبل کسان روغتون ته وروړل شول چې بيا وروسته بېړنی حالت اعلان شو. نوموړي زياته کړه چې د هارون بلور زوی دانيال بلور په بريد کې محفوظ دی.

د هارون بلور پلار بشیربلور په ۲۰۱۲ز کې په پېښور کې په یو ځانمرګي بريد کې وژل شوی وو.

هارون بلور د خېبر پښتونخوا د پخواني سينیر وزير بشير احمد بلور زوی او د جولايي د ۲۵مې د ټاکنو لپاره د خېبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د ۷۸مې حلقې څخه د عوامي نېشنل ګوند نوماند وو.

د هغه پلار بشیر بلور په ۲۰۱۲ز کې په پېښور کې په یو ځانمرګي بريد کې وژل شوی وو.

ميا افتخا حسېن ويلي چې دا ډول پېښې به د دوی د ګوند انتخاباتي کمپاين اغېزمن نه کړي.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي سېکرېټري جنرل ميا افتخار حسېن د پېښې د پلټنو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې د پلټنو نتيجې دې ښکاره کړل شي.

نوموړي تر پېښې وروسته له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل چې په پلټنو کې دې دښمن په ډاګه کړل شي او حکومت دې يوازې په دې ځان نه خلاصوي چې و وايي دا يو ځانمرګی بريد وو.

نوموړي دا پېښه د ظلم انتها او د نه زغملو وړ وبلله او زياته يې کړه چې د ګوند مشران به يې د راتلونکې تګلارې په اړه ژر يوه غونډه وکړي.

امنیتي سرتېري د هارون بلور پر انتخاباتي غونډه تر حملې وروسته د پېښې ځای ته ورغلي
امنیتي سرتېري د هارون بلور پر انتخاباتي غونډه تر حملې وروسته د پېښې ځای ته ورغلي

ميا افتخار حسېن زياته کړه چې دا ډول پېښې به د دوی د ګوند انتخاباتي کمپاین اغېزمن نه کړي.

د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو په وينا د ۲۰۱۳م په انتخاباتو کې هم د دغه ګوند پر جلسو جلوسونو د وسله والو طالبانو د بريدونو له امله د دوی انتخاباتي کمپاين ته سخت زيان رسېدلی و.

د خېبر پښتونخوا نګران وزيراعلا ويلي چې حکومت به د ټاکنو لپاره سخت امنيتي ګامونه پورته کوي.

اخوا د جولایي پر ۱۱مه د خېبر پښتونخوا د وزير اعلا له دفتره په خپاره بيان کې ويل شوي چې د صوبې نګران وزيراعلا دوست محمد خان د پېښې په سختو ټکو غندنه کړې او د صوبايي چارواکو تر يوې بېړنۍ غونډې وروسته يې ويلي چې وسله وال د ټاکنو پر مهال امنيت خرابول غواړي خو نګران حکومت به د ټاکنو لپاره سخت امنيتي ګامونه پورته کوي.

نوموړي د پاکستان له وفاقي حکومته هم غوښتنه کړې چې خېبر پښتونخوا ته دې د سرحدي ځواک خپل سرتيري ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG