د پیښور په پلوڅۍ سیمه کې ناپېژاندو وسله والو د عوامي نېشنل ګوند یو مشر او په تېرو انتخاباتو کې له تاکاله کاندید ابرار خلیل په ډزو ویشتی او وژلی دی.
د باچاخان مرکز د چارواکیو په وینا ابرار خلیل نن چارشنبه له خپل وراره ارشد خلیل سره په ګاډي کې روان وو چې د پلوڅۍ په سبحان اباد سیمه کې ورباندی په موټر سایکل سپرو مول وهلیو وسله والو ډزی وکړی.
پولیس وايي چې دواړه کسان پر هغه ځای مړه شوي دي.
د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسین بابک نن (چارشنبه) مشال ریډیو ته وویل چې ریاست د ولس د ځان او مال په حفاظت کې پاته راغلی دی. نوموړي غوښتنه وکړه چې ریاستي ادارې دې د دې وژنو پلټنې وکړي او ذمه وارو خلکو ته دې سزا ورکړي.
سردار بابک زیاته کړه چې د ابرار د کورنۍ په وینا د هغوی له هېچا سره ذاتي دښمني نه شته.
تراوسه چا د برید ذمه واري نه ده منلې.
د یادونې وړ ده چې د ترهګرۍ په پېښو کې د عوامي نیشنل ګوند په سلګونه غړي وژل شوي دي.