د لاسرسي ځای

تازه خبر

میدان وردګ: طالبانو دوه زده کونکي، یو پولیس او یو موټروان وژلي دي


د میدان وردګو چارواکي او ولایتي شورا وايي، طالبانو د یوه ښوونځي دوه زده کونکي، یو پولیس او یو موټر چلونکی وژلي ديی.

د میدان وردګو ولایت سیمه ییز چارواکو هم ویلي دي چې په دغه ولایت کې وسله والو طالبانو د ګونګیانو د یوه ښوونځي دوه زده کونکي او یو موټرچلونکی او یو محلي پولیس وژلی او د یاد ښوونځي ۵ زده کونکي يې ژوبل کړي دي.

د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو تېر مازدیګر د ښوونځي دغه موټر هغه مهال په نښه کړ کله چې له میدان ښار څخه نرخ ولسوالۍ ته روان وو.

نوموړي ویلي دي چې یاد موټر ته په میدان ښار کې دوه محلي پولیس هم پورته شوي وو، څو نرخ ولسوالۍ ته لاړ شي چې د میدان ښار اړوند د افغانانو په سیمه کې پرې طالبانو برید کړی دی.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG