د لاسرسي ځای

تازه خبر

حبیبي: غواړو د غلام خان بندر دواړو لوریو ته سوداګري ډېره شي


د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د غلام خان بندر د بېرته پرانېستلو وروسته د سوداګریزو توکو او مالونو وړل، راوړل ډېر شوي، خو دوی هڅه کوي چې د افغان دولت له اوسنۍ پالیسۍ سره سم دا سوداګري دواړو لورو ته یو ډول شي.

چارواکي وايي، چې پدې لنډه موده کې د غلام خان بندر میاشتني ګمرکي عواید ۵۴ میلیونه افغانیو ته لوړ شوي او دوی تمه لري، چې د عوایدو دا کچه به د هرې میاشتې په تېریدو سره نوره هم لوړه شي.

چارواکو یادې څرګندونې نن د چارشنبې په ورځ د ګمرک په ریاست کې د توکو د لابراتوار لپاره د نوې ودانۍ د پرانیستې په څنډه کې مشال راډیو ته وکړې.

خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي وویل، چې د غلام خان لارې له بېرته خلاصولو وروسته د ګاډو تګ او راتګ ډېر شوی، خو هڅه يې داده چې دا تګ او راتګ دواړو لورو کې یو ډول شي.

ده وویل، غواړي لکه څرنګه چې د پولې د پورې غاړې سوداګر دې ځایه ته راځي، په همدې توګه افغاني سوداګر او پانګوال هم وکولای شي، د پولې پورې غاړې ته ولاړ شي او په ازادانه توګه سوداګري وکړي.

د خوست د ګمرک رييس وايي، چې اوس هره ورځ تر څلوېښتو پورې لوی بارداره ګاډي د غلام خان پر بندر تګ او راتګ کوي او لدې درکه د ګمرک عواید ډېر شوي دي.

ده وویل، په تېره یوه میاشت کې يې عواید ۵۴ میلیونه افغانۍ ول او دوی تمه لري چې د ولایتي ادارې په پاملرنې سره به د هرې میاشتې په تېریدو ګمرکي عواید نور هم ډېر شي.

د اقتصادي چارو کارپوه نواب امیرزی وايي، کچیرې د غلام خان بندر رسمي ترانزیټ شي او دلته د ترانزیټ هغه نړیوال نورمونه تطبیق شي، او مقابل لوري دا اصول پر ځانونو ومني او پدې توګه د دې ځای ګاډو ته هم هلته په ازادانه د تګ او راتګ اجازه ورکړل شي، نو اوسنۍ سوداګریزې اړیکې او لدې لارې ګټه به به نوره هم ډېره شي.

ښاغلی امیرزی زیاتوي، چې خوست په خپله په طبعي لحاظ یوه ترانزیټي جغرافیه ده او دې لپاره لږ کار په کار دی او شک نشته چې په راتلونکې کې به خوست په ډېر لوی ترانزیټي مرکز بدل شي.

یاده دې وي، چې غلام خان بندر د پاکستان د حکومت له لوري د ضرب عضب تر عملیاتو وروسته خواوشا څلور کاله په یو اړخیز ډول تړل شوی وو، چې د روان کال د مارچ په اولو ورځو کې بېرته دا لاره په امتحاني ډول خلاصه شوه.

د غلام خان په سیمه کې څو کاله مخکې د ګمرک او د پولیسو د کمیساری لپاره مجهز تاسیسات جوړ شوي او د ګمرک وسایل په کې نصب شوي دي، خو تر اوسه فعال شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG