د پنجاب صوبې په ميانوالې کې د سېپټمبر پر ۱۶مه، د خوشال اېکسپرېس ريل ګاډي په پيښه کې ۲۰ مساپر ژوبل شوی دي.
د پاکستان ريلوی د ادارې يو وياند وايي، د یکشنبې پر سهار خوشال اېکسپرپس ګاډی پېښور ته روان وو چې د ميانوالي او اټک په مېنځ کې يې اته ډبې له پټلۍ واوښتې.
په پيښه کې ۲۰ مساپر زخميان شوي دي. د رېلوی اداره وايي، چې د ریل ټريفک چارواکي يې معطل کړي دي او په هغه ځای کې امدادي کارونه روان دي.