د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او هند ترمنځ د تجارت دوهم نندارتون پیل شو


د افغانستان او هند ترمنځ د تجارت نندارتون.
د افغانستان او هند ترمنځ د تجارت نندارتون.

د افغانستان او هند ترمنځ د تجارت او پانګونې دویم نندارتون د سېپټمبر ۱۲مه د امریکايي استازو په ګډون د هند په ممبۍ ښار کې پیلېږي.

دا نندارتون د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې له خوا جوړېږي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي چې دی به په دې نندارتون کې د مخکښو افغان سوداګرو او د افغانستان او هند له استازو سره ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده چې د ” بریالیتوب د لارې “په نوم دا اقتصادي نندارتون د سېپټمبر تر ۱۵مې نیټې دوام وکړي.

امریکايي سفیر ویلي ، تېر کال په ورته یو نندارتون کې تر زرو زیاتو سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و چې د ده په وینا، په نتیجه کې یې د ۲۱ میلیونو ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG