د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ادم خېل درې سکرو کان کې چاودنې نهه تنه وژلي


پولیس وايي تر پېښې وروسته یې په سیمه کې مرستندویه چارې پیل کړې
پولیس وايي تر پېښې وروسته یې په سیمه کې مرستندویه چارې پیل کړې

پراګ - په ادم خېل دره کې د سکرو په کان کې د ګیسو چاودنې په پېښه کې نهه کان کنان (یا کنونکي) وژل شوي او درې ژوبل دي.

د کواټ د پولیسو ویاند فضل نعیم مشال راډیو ته په استولي لیکلي پیغام کې ویلي چې پېښه د سېپټېمبر ۱۲مې پر سهار د درې په اخوروال کلي کې د حاجي فردوس په کان کې شوې.

دی وايي، په پېښه کې وژل شوي ټول د شانګلې دي.

د نعیم په خبره، په ژوبلو کې دوه د شانګلې او یو د بونېر دی.

پولیس وايي، د ماسپښين شاوخوا یوه بجه یې ژغورندویه عملیات بشپړ کړل.

د کوهاټ ضلعې انتظامي چارواکي وایی چې په دره ادم خېلو اخوروال کې په سهارنۍ پېښه کې د وژل شویو نهو کسانو جنازې شوې دي او په امبولنسونو کې یې خپلو کلیو ته لېږدولي دي.

دوی وایي د دغې پېښې پلټنې یې پیل کړي دي او چې د کوم کان مالک د مزدورانو لپاره احتیاطي تدابیر نه عملي کوي د هغوی پرضد به کاروایي کوي.

د دره ادمخېلو د کویلې کانونو کمیټۍ مشران وایي چې د کان منېجر او مزدوران دې اول دوی ته د ورکړل شویو الاتو په زریعه د ګېس اخراج معلوموي او تر هغه پس دې ورننوځي، که ګېس پکې موجود وي نو باید چې په پکیو (اګساسټ) ترې واېستل شي او بیا وردننه شي.

دوی وایي دغه پېښه د بې احتیاطۍ له امله شوې ده.

په ادم خېل درې کې د سکرو یو شمېر کانونه دي چې پکې وخت په وخت دا ډول پېښې کېږي.

د اپرېل پر ۲۵مه د سیمې په یوه بل کان کې په چاودنه کې شپږ کارکوونکي وژل شوي او پینځه ژوبل ول.

له دې علاوه، د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو او په اورکزیو کې هم د سکرو کانونه دي چې د چارواکو له وینا سره سم، اکثره کارکوونکي یې د شانګلې دي.

د اپرېل په لومړۍ اوونۍ کې له کوټې سره نېږدې په سنځدۍ سیمه کې د کویلې په کان کې د میتېن ګیس چاودنه شوې وه چې پکې ۱۶ کان کنونکي وژل شوي ول.

د شانګلې اوسېدونکي او مدني فعالان وايي، اکثر یې سیمې ته د کانونو په پېښو کې د وژل شویو مړي وروړل کېږي.

پر دې برسېره، د روغتیا پالانو په وینا، په کانونو کې تر اوږدې مودې کارکوونکي د سا د نظام په بېلا بېلو رنځونو اخته کېږي او ورسره یې په دید هم اغېز کېږي.

XS
SM
MD
LG