د لاسرسي ځای

تازه خبر

شانګله: تر معذورۍ وروسته د کانکیندونکو ژوند څنګه تېرېږي؟


په پاکستان کې د سکرو کان دننه کارکوونکي دمه کوي
په پاکستان کې د سکرو کان دننه کارکوونکي دمه کوي

پراګ - د خیبر پښتونخوا د شانګلې چارواکي او اوسېدونکي وايي، په هغه ضلع کې شاوخوا ۵۰۰۰ معذوران دي چې پکې لسګونه کسان د کویلې یا سکرو په کانونو کې تر کار کولو وروسته معذوره شوي.

دوی د اګست پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د سکرو په کانونو کې کارکوونکي د حادثو یا پېښو او یا هم تر اوږدې مودې د کار له وجې بېلا بېل ډول معذورۍ لري.

په دوی کې یې یو د الپورۍ د لیلونۍ کلي ۲۷ کلن صبرګل دی. دی وايي، د شانګلې لوړ غرونه، دنګ چنارونه، رڼې او پاکې اوبه یې هم په سترګو او ذهن ښه نه لګي.

ګل راته په ټېلېفانه د خپلې بېزارۍ لامل بیان کړ:

"نیم بدن مې کار نه کوي. څلور کاله وشول، په کټ پروت یم. کله د یوه غره بېخ ته شم، کله د بل غره. زه یوازې کس وم چې ټوله کورنۍ [به مې ساتله]، اوس هېڅ هم نشته. د بل لاس ته ناست یو. سوچونو او فکرونو مې د ژوند ټول خواږه تروړلي. غریبۍ ډېر پرېشانه کړی یم."

د شانګلې ولسوالۍ د بېلا بېلو سیمو خلک اکثر په بلوچستان او د خیبر پښتونخوا په ادم خېل درې، اورکزیو، چراټ او نورو ځایونو کې د سکرو په کانونو کې مزدورۍ ته ځي.

اړوند موضوعات:

کوټه: د سنځدۍ له کانه د شپږو نورو کانکیندونکیو مړي را-اېستل شول

''شانګله د کانکیندونکیو هدیره''

شانګلې ته بیا بیا د کانکیندونکیو مړي وړل کېږي

سردارخان د سکرو کانونو کې د مزدورانو د ژوند کیسه کوي

د شانګلې د انتظامي مشر مرستیال (ډېپټي کمېشنر) تاشفین حیدر وايي، هغه ولسوالي یا ضلع د خیبر پښتونخوا له بېوزلو او وروسته پاتې سیمو څخه یوه ده:

"شانګله په دې حواله وروسته پاتې ضلع ده چې دلته د تعلیم [تناسب] ډېر کم دی. د روزګار موقعې نشته نو ځکه دا خلک [له ضلعې څخه] بهر کار ته ځي چې پکې زیاتره یې [د سکرو په کانونو] کې کار کوي."

څلور کاله وشول، په کټ پروت یم.
صبرګل

د کولی (یا کویلې) په کانونو کې د ګیس جمع کېدو له وجې د چاودنو او یا هم د کان د کښېناستو پېښې کېږي چې پکې کارکوونکي یا مري او یا هم معذوره شي.

د روغتیا نړیواله اداره او روغتیاپالان وايي، په دې کانونو کې کارکوونکي که لازم احتیاطي تدابیر ونکړي نو د تنفس یا سا نظام په دایمي ناروغیو اخته کېدای شي.

دوی وايي، په دې کانونو کې کارکوونکي د سترګو او غوږونو ستونزې هم پیدا کولای شي.

ما خپله د ۶۰ کسانو تفصیل او د معذورۍ د نوعیت په اړه معلومات غونډ کړي.
حسین علي

حسین علي په ۲۰۱۶ز کال کې په چراټ کې د سکرو په یوه کان کې د پېښې له کبله معذوره شو. د پیراباد پاګوړۍ اوسېدونکی علي اوس ۲۵ کلن دی او پینځه بچي لري.

علي د سکرو په کانونو کې د معذوره شویو کسانو نوملړ جوړ کړی.

"ما خپله د ۶۰ کسانو تفصیل او د معذورۍ د نوعیت په اړه معلومات غونډ کړي. په دوی کې ځېنې د کویلې په کانونو کې د کار له وجې ړانده شوي. ځېنې یې په پښو او لاسونو معذوره دي او ځېنې یې بیا داسې دي چې د سالنډۍ ناروغي لري. خو له موږ سره حکومت هېڅ مرسته نه ده کړې."

روغتیاپالان وايي د احتیاطي تدابیرو نشتوالي له کبله د سکرو کانکنان د سالنډۍ په رنځ اخته کېدای شي
روغتیاپالان وايي د احتیاطي تدابیرو نشتوالي له کبله د سکرو کانکنان د سالنډۍ په رنځ اخته کېدای شي

په خیبر پښتونخوا کې د ټولنیز بهبود ادارې د شانګلې افسر فهد اشرف وايي، ورسره ۵۰۰۰ معذوران رجسټر دي خو دی نشي ویلای چې په هغوی کې څومره په کانونو کې معیوبه شوي.

دی وايي، هر کال پچه اچوي او له معذوره شویو سره مرسته کوي:

"هر کال له [معذورانو] سره د مرستو تعیین د قرعه اندازۍ په ذریعه کېږي. مخکې دا مرستې ۲۰۰۰ روپۍ میاشت وې خو اوس ۵۰۰۰ شوې دي. هر کال له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې کسانو ته مرستې ورکول کېږي."

د شانګلې انتظامي او د خیبر پښتونخوا صوبايي چارواکي وايي په کانونو کې د وژل شویو له کورنیو او له معذوره شویو سره مرسته کوي خو دا چې د ضلعې څومره کسان په کانونو کې کار کوي، په اړه یې کره شمېر نه لري.

البته په پارلېمان کې د ضلعې استازي عباد الله خان په ۲۰۱۴ز کال کې د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې ویلي ول چې په ټول پاکستان کې ۹۰ فیصده کانکنان د شانګلې دي.

XS
SM
MD
LG