د لاسرسي ځای

تازه خبر

دره ادم خېل: د سکرو په کان کې شپږ کسان وژل شوي


په دره ادم خېلوکې د سکرو په يو کان کې په چاودنه کې شپږ کسان وژل شوي دي او پنځه ژوبل دي.

د دغو کسانو تعلق له شانګلې سره ښودل کېږي.په پېښه کې دوه کسان لا درکه شوي هم دي.

دغه پېښه د سېشنبې په ورځ هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې ناڅاپه په درنګ کې دننه د ګېس له امله چاودنه وشوه.

د لادرکه کسانو د لټون لپاره کاروايي پیل شوې ده.

له سیمې د قامي اسمبلۍ غړي ډاکټر عبادالله مشال راډیو ته وویل د دغو پېښو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه باېد واخیستل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG